د کډوالو موضوع په اړه د اروپايي اتحادیې وزیران برسلز کې غونډه کوي

د عکس سرچینه، AP
د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو وزیران برسلز کې د کډوالو موضوع پر سر د بحث لپاره غونډه کوي.
بالکان هېوادونه د کډوالو شمېر لږولو په اړه یوه خوله دي، خو یونان پرې نیوکې کوي، چېرې، چې د مقدونیا له لوري د افغان کډوالو پر مخ د لارو تړل کېدو له کبله زرګونه کسان ایسار پاتې دي.
هنګري په ورته مهال د کډوالو معلوم شمېر لپاره د ټولپوښتنې اعلان کړی.
د سږ کال له پیله تر اوسه له ۱۰۰ زرو ډېر کډوال اروپا ته رسیدلي دي.
برسلز کې به د راوپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو ته د هغه پلان په اړه معلومات ورکړل شي، چې اتریش او اتو بالکان هېوادونو چمتو کړی دی.
دغه پلان کې د ټولو کډوالو د ګوتو نښو اخیستو او دغه راز د هغو کډوال بېرته شړل شامل دي، چې بې پاسپورټه او یا هم د جعلي اسنادو په وسیله اروپا ته ننوځي.

د عکس سرچینه، APTN
دغه هېوادونه غواړي دوی یوازې هغه کډوال ومني، چې خوندیتوب ته اړتیا لري، یو شمېر هېوادونو خپل دغه هوډ یوازې د عراقي او سوري کډوالو منلو سره څرګند کړی دی.
د اتریش کورنیو چارو وزیرې جوهانا مک لایټنر دغه چاره د ' هدف لپاره غبرګون ' بللی او خبرداری یې ورکړی، چې که دغه حالت کابو نه شي د اروپايي اتحادیې شتوالی به له خطر سره مخامخ شي.
خو یونان بیا پر دغه پلان نیوکې کوي. یونان خبرداری ورکوي، چې که نور غړي هې،ادونه د وېش پر موضوع هوکړه و نه کړي، دوی به راتلونکي کې د کډوالو په اړه د اروپايي اتحادیې غونډو کې له هرې پرېکړې سره مخالفت وکړي.
د یونان لومړي وزیر الیکسس څپراس وايي هېواد یې د ' انسانانو په زېرمتون ' اوښتی او وايي دوی په یوازې سر نه شي کولای دغه مساله حل کړي.
ښاغلی څپراس وايي که غړي هېوادونه د کډوالو مناسب وېش په اړه سمه پرېکړه و نه کړي، هېواد بې له دې وروسته هېڅ یوه هوکړه و نه مني.
تېر کال ستمبر کې د اروبايي اتحادیې وزیرانو هوکړه کړې وه، چې له ایټالیا، یونان او هنګري نه به ۱۲۰ زره کډوال نورو هېوادونو ته لیږدوي.

د عکس سرچینه، EPANIKOS ARVANITIDIS
خو هغې پلان سره رومانیا، چک جمهوریت او هنګري مخالفت کړی و.
هنګري ویلي دوی به د اروپايي اتحادیې د کډوالو وېش موضوع پر سر ټولپوښتنه وکړي.
د هنګري لومړي وزیر وکټور اوربن ویلي، د وېش له کبله د اروپايي اتحاديې مذهبي او کولتوري پېژندګلوي له سره بدلیدای شي.
داسې احتمال څرګندیږي، چې که پارلمان یې تایید کړي، ټولپوښتنه به مني کې تر سره شي.
د کډوالو نړیوال سازمان ' ای او ایم ' وايي د سږ کال اوږدو کې نژدې ۱۰۰ زره کډوال یونان او ایټالیا ته رسیدلي دي.
د دغې ادارې مسوولین وايي په همدې مودې کې نژدې ۴۰۰ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.








