ډونالډټرمپ او هیلري کلینټن دریم پړاو کې بریالي شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو ټاکلو دریم پړاو کې سویلی کارولینا کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند ډونالډ ټرمپ بریا تر لاسه کړې.
له دې څو ساعته مخکې نیواډا ایالت کې د دیموکرات ګوند هیلري کلینټن د ټاکل کېدو سیالي کې بریا ته رسېدلې.
دا د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو له لوري د کاندید ټاکنې لړۍ دریم پړاو دی.
نیواډا کې د دیموکراتانو هیلری کلینټن او برني ساندرز تر منځ سخته سیالي وشوه، چې پکې هیلري کلینټن ۵۲ سلنه رایې تر لاسه کړې او یو څه له خپله سیاله مخکې شوه.
له دې مخکې د نظر پوښتنو له مخې ویل کېدل، چې د دواړو سیالانو تر منځ به سیالي سخته وي.
سویلي کارولینا کې د ډونالډ ټرمپ تر څنګ ټیډکروز او سناتور روبیو هم سیالۍ کې شامل وو.

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونو کې ویل شوي، چې ټرمپ دغه سیمه کې ۳۳ اعشاریه ۸۸، ټیډ کروز ۲۱ اعشاریه ۸۱ او روبیو ۲۱ اعشاریه ۵۰ سلنه رایې تر لاسه کړې دي.
څلورم ځای د پخواني ولسمشر جارج بش ورور جیب بش تر لاسه کړ، چې یوازې اته اعشاریه ۲۸ سلنه رایې یې تر لاسه کړې. له سوپر ټیوز ډې مخکې د دواړو ایالتونو رایې خورا مهمې بللې کېږي.
په یاده ورځ به د دواړو ګوندونو هیله مند کاندیدان د خپلو ګوندونو له لوري د روان کال نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو لپاره نژدې ۱۲ ایالتونو کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
له دې مخکې دوو پړاونو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري د کاندید کېدو سیالي کې شامل ډونالډ ټرمپ او ټیډکروز یوه یوه بریا تر لاسه کړې.
ټرمپ نیو همپشاير او ټیډکروز ایوا ایالت نه بریالي شوي وو.
د دیموکراتانو له لوري تر اوسه نیواډا او ایوا ایالتونو کې هیلري کلینټن بریالۍ شوې او نیو همپشایر کې برني ساندرز په اسانۍ سره بری خپل کړی دی.








