ظریف: د سوریې په باب له عربستان سره همکارۍ ته چمتو یو

د عکس سرچینه، Getty
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، چې دا مهال د جرمني مونیخ امنیتي کنفرانس کې دی، ویلي ایران د سوریې په باب له عربستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
جواد ظریف وايي هیله یې دا ده چې د ''مونیخ خبرې سوریه کې د انساني ناورین پای ته رسېدو لامل وګرځي''.
ښاغلي ظریف د مونیخ امنیتي کنفرانس کې وویل ''ایران او سعودي عربستان په سوریه کې مشترکې ګټې لري چې ددغو ګټو ساتلو لپاره باید یو او بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړي''.
په وروستیو کلونو کې د ایران او عربستان ترمنځ اړیکې د سوریې اړوندو مسلو پر سر ترینګلې شوې، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکي غوڅ شوي دي.
د ایران او عربستان اړیکي وروسته تر هغه ډېر ترینګلي شول، چې سعودي عربستان یو شیعه مخالف ملا اعدام کړ، په ایران کې غوسه شویو شیعه ګانو د عربستان پر دیپلوماتیکو ځایونو بریدونه وکړل او عربستان اړ شو چې له ایران سره خپل سیاسي او سوداګریز اړیکي غوڅ کړي.
د ښاغلي ظریف په وینا، تهران له سعودي عربستان او ترکیې سره د ستونزمنو مسلو د حل لپاره لېواله دی.
تېره ورځ، ایران ویلي وو چې ترکیه دې ایران ته د ځان نژدې کولو هڅه نه کوي.
عربستان څو ورځې وړاندې، سوریې ته د خپلو ځواکونو د استولو هوډ ښودلی و، خو ایران یې دا ګام ناسم ګڼلی و، خو امریکا د سعودي عربستان ددغه ګام هرکلی کړی و.








