مسکو سوریه کې د الوتکو ضد دفاعي وړتیا زیاتوي

اېس ۴۰۰ ډوله روسي توغندي په روسیه کې تر ټولو پرمختللي توغندي دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اېس ۴۰۰ ډوله روسي توغندي په روسیه کې تر ټولو پرمختللي توغندي دي

روسیې په سوریه کې د الوتکو ضد دفاعي سیستم د پیاوړي کولو هوډ کړی، او د لاذقیې ښار په روسي پوځي اډه کې یې نوي توغندي ځای پرځای کړي دي.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان ولادیمیر پوتین ته خبراری ورکړی و چې له ''اورسره له لوبو'' کولو ډډه وکړي.

مسکو وايي، د ''موسکاوا'' په نامه اېس ۴۰۰ ډوله توغندي یې هلته ځای پرځای کړي دي.

روسیې له تېر سپتمبر میاشتې راهیسې سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړيو چې وايي هدف یې د ''ترهګرو'' په نښه کول دي.

د مسکو او انقرې ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې د تېرې سې شنبې په ورځ ترکیې د روسیې یوه جنګي الوتکه راوغورځوله.

د سوریې سمندرغاړو سیمو ته د 'موسکاوا' په نامه روسي جنګي توغندي استول شوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سوریې سمندرغاړو سیمو ته د 'موسکاوا' په نامه روسي جنګي توغندي استول شوي

ترکان وايي، ویشتل شوې الوتکه د ترکیې هوايي حریم ته ننوتې وه، خو روسیه دا څرګندونې ردوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان روسیې ته خبرداری ورکړی و چې سوریه کې له ځواکونو د ګټې اخیستو له لارې دې له ''اور سره لوبه'' پرېږدي.

روسیې پر ترکیې ځینې اقتصادي بندیزونه لګولي، خو له وېزو پرته هغه پخوانی سیستم یې هم ځنډولی، چې د ترکیې او روسیې ترمنځ د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د وېزو اخیستو اړتیا نه وه.

ایردووان وايي، غواړي راتلونکې اونۍ پاریس کې د اقلیم په تړاو سرمشریزه کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، AP

خو پوتین وايي، ترکیه باید بښنه وغواړي.

مسکو د انقرې هغه څرګندونې رد کړې چې ګني روسي الوتکه د ترکیې حریم ته ننوتلې او هلته ۱۷ ثانیې پاتې شوې، خو ترکیې خبرداری هم ورکړی دی.

مسکو وايي، نوي توغندي یې د سوریې په ''الحمیمم'' هوايي اډه کې ځای پر ځای کړي چې له ترکیې سره نژدې ۵۰ کیلومتره واټن لري.

روسي ځواکونه له دې اډې نه د سوریې د ننه د وسله والو د ویشتلو لپاره ګټه اخلي.

د عکس سرچینه، AP

ترکیه چې د ناټو غړیتوب لري، ټینګار کوي چې سوریه کې د ټیکاو راتلو لپاره بشار الاسد باید له واکه لیرې شي.

ترکیه او روسیه دواړه وايي د ''اسلامي دولت'' ډله باید له منځه ولاړه شي.

وړاندې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، د روسۍ الوتکې ویشتل د روسیې په ملا کې د خنجر وهل دي.

روسي رسنۍ وايي دا لومړی ځل دی چې د اېس ۴۰۰ په نامه توغندي له روسیې بهر ځای پرځای کېږي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، روسي رسنۍ وايي دا لومړی ځل دی چې د اېس ۴۰۰ په نامه توغندي له روسیې بهر ځای پرځای کېږي