پاکستان: د کراچۍ هوايي ډګر احتجاج پر مهال دوه کسان وژل شوي

د پولیسو او ملېشه ځواک ګڼ شمېر کسانو د دغه ښار جناج نړیوال هوايي ډګر ته د احتجاج کونکو د تګ مخه ونیوه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پولیسو او ملېشه ځواک ګڼ شمېر کسانو د دغه ښار جناج نړیوال هوايي ډګر ته د احتجاج کونکو د تګ مخه ونیوه

چارواکي وايي، د پاکستان کراچۍ ښار نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کونکو تر منځ د اخ و ډب پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي هوايي چلند ادارې پي ای اي کارکونکو شخصی سیکتور ته د دغې ادارې د سپارلو پلان پر ضد اجتجاج کوي.

امنیتي ځواکونو د احتجاج کونکو لور ته اوښکې بهونکی ګاز وشیند، په کوتکو یې ووهل او اوبه یې پرې وشیندلې. پېښه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي هم دي.

پي ای اي دا وروستیو کلونو کې د زیانونو، ناسم مدیریت او لغو شویو الوتنو له کبله شهرت لري

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، پي ای اي دا وروستیو کلونو کې د زیانونو، ناسم مدیریت او لغو شویو الوتنو له کبله شهرت لري

پولیسو پر هغو احتجاج کونکو د ډزو کول رد کړي، چې د کارګو له دروازې واوښتل. روغتیايي چارواکي وايي دوه وژل شوي کسان د یادې ادارې کارکونکي دي.

د پولیسو او ملېشه ځواک ګڼ شمېر کسانو د دغه ښار جناج نړیوال هوايي ډګر ته د احتجاج کونکو د تګ مخه ونیوه. یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي کامران فضل خبریالانو ته وویل پولیس د مرمیو تشې تولۍ ټولوي، چې معلومه کړې ډزې له کوم لوري شوې دي.

لومړي وزیر نوازشریف یو قانون وړاندې کړی، چې له مخې یې د هوايي چلند شرکت کارکونکي تر شپږو میاشتو پورې د اتحادیې په فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلای.

یو مهال دغه شرکت د پاکستان لپاره د ویاړ وسیله بلله کېده، خو دا وروستیو کلونو کې د زیانونو، ناسم مدیریت او لغو شویو الوتنو له کبله شهرت لري.

د احتجاج له کبله د یاد شرکت الوتنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.