د سعودي مالي نظام 'د القاعدې په گټه کارول شوی'

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان منلې چې د هېواد مالي نظام یې افغانستان کې القاعدې ته د میلیاردونو ډالرو د ټولولو لپاره کارول شوی دی.
د بي بي سي له 'هارډ ټاکس' پروګرام سره په یوه مرکه کې د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال منصور الترکي ټینګار وکړ، چې سعودي عربستان د هېڅ ترهګرې ډلې مالي ملاتړ نه دی کړی.
خو هغه وویل، ځینو کسانو خلک هڅولي چې د خیریه چارو په نامه مرستې وکړي.
هغه وویل، کله چې حکومت ثبوت ترلاسه کړ، چې له دغو پیسو ناوړه ګټه اخیستل شوې، سم لاسي یې ګام پورته کړ:
''دغو کسانو خلک تېر ایستل چې ګني پیسې یې بې وزلو او اړمنو ته رسوي، خو له بده مرغه دا پیسې افغانستان کې القاعدې شبکې ته وړل کېدې''.
الترکي ټینګار کوي چې ''د هر بل هېواد په پرتله سعودي عربستان د مالي معاملو ډېره ټینګه څارنه کوي''.
دی زیاتويو په سعودي کې خلک له دې کبله له حکومت ناخوښ ښکاري چې ګني ''د مرستو رسول یې بند کړي دي''.
په ۲۰۱۴ کال د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د پیسو د څار عامې ادارې وویل، داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي، چې ګني خلک په یوه او بله پلمه پیسې سپینوي او د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي.
د جرمني د اقتصاد وزیر زیګمار ګابریل پر سعودي عربستان تور پورې کړ، چې په جرمني کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ مالي ملاتړ کوي، او پخپل هېواد کې یې له چارواکو وغوښتل چې له 'سخت دریځو جوماتونو' سره خپل اجرآت سخت کړي.
د ویکیلیکس په ځینو افشا شویو رپوټونو کې هم راغلي وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیرې هیلري کلنټن په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې ویلي وو، سعودي په ګرده نړۍ کې د اسلامي ډلو مالي ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، AP
الترکي زیاتوي، هېواد یې پخپله خاوره کې د 'اسلامي دولت' ډلې ګواښ جدي ګڼي.
نوموړي دغه ډله ''د هغو کسانو په لاس رامنځ ته شوې ده، چې د ترهګرۍ پالنه کوي او غواړي سعودي عربستان خپل هدف وګرځوي''.
نوموړی وايي: ''یوازې تېر کال دغې ډلې په هېواد کې ۱۵ ترهګریز جرمونه وکړل، چې تر ۶۵ ډېر کسان پکې ووژل شول''.
'اسلامي دولت' ډلې په سعودي کې د ګڼو خونړیو بریدونو پړه ومنله.








