شيعه مشرانو د شيخ نمر پر اعدام کلک غبرګونونه ښودلي

د عکس سرچینه، EPA
د سعودي عربستان له خوا د مشهور شيعه روحاني شيخ نمر باقر النمر اعدامولو په شيعه سيمو کې يو لړ لاريونو او غوسې راپاروالي دي.
ايران د سعودي عربستان دغه کړنه په کلکه غندلې ده.
نمر ال نمر په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي پر واکمنې کورنۍ د نيوکو په تور نيول شوی و، خو پلويان يې وايي، چې ده په تاوتريخوالي کې لاس نه درلود.
د نوموړي له نيونې وروسته د سعودي اقليت شيعه ټولنو له خوا يو لړ لاريونونه شوي دي.
خو د سعودي عربستان د عدليې وزارت وياند منصور الکوفاري له دې خبرې چې د نوموړي کس د اعدام تر شا سياسي موخه وي انکار کړي دی.
د باقر النمر نیولو په دې هېواد کې د شیعه اقلیت اعتراضونه راوپارول، خو د شیخ النمر پلویان وایي، هغه هېڅکله د تاوتریخوالي پلوی نه و.
د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیر نایف تر مرګ وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرضد په یوه تنده وینا کې ویلي وو چې امیر نایف په قبر کې عذاب ویني او دوزخ ته به ځي.
د دغه خبر په خپرېدو سره په سيمه کې ايران سخت غبرګون ښودلی. د ايران د بهر نيو چارو وزارت ويلي، سعودي به د دغه اعدام لويه بيه پرې کړي.
سعودي چارواکو د دې هېواد د شیعه ګانو پر ضد تبعيض ردوي او ایران نا امنیو ته په لمن وهلو تورنوي.

د عکس سرچینه، MIZAN
وتلي ايراني ملا ايات الله احمد خاتمي دا يو جنايت بللى او وايي دا به د سعودي د واکمنې کورنۍ د له منځه وړ سبب شي.
همدا ډول د عراق پخواني لومړي وزير نوري المالکي هم په دغه خبر خواشيني ښکاره کړې.
په بحرين کې پوليسو په شيعه لاريون کوونکو اوښکې بهونکى غاز استعمال کړى.
په لبنان کې د شيعه ګانو شورا دغه اعدام يوه ستره تېروتنه بللې ده
په خپله د سعودي د قطيف په ښار کې له سلو زيات خلک لارو او سړکونو ته راوتلي وو او د رژيم پر ضد يې شعارونه ورکول.








