د سوریې اپوزیسیون د بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د سوري حکومت مخالفو ډلو اپوزیسیون ژنیوا ته تر رسېدا وروسته، ویلي له سوري حکومت سره تر خبرو وړاندې باید ددوی بندیان خوشي شي او پر ځینو ښارونو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسېږي.
ددغو خبرو څارنه د ملګرو ملتونو له خوا کېږي.
اټکل دی، چې د اپوزیسیون جګپوړی پلاوی، چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمن دی، د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا سره د یکشنبې په ورځ وګوري.
شمېرې ښيي، چې له تېرو نژدې پنځو کلونو راهیسې د سوریې په روانه جګړه کې ۲۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱۱ میلیون نور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ددغې جګړې له کبله ګڼ سوري وګړي اروپا ته کډه شوي دي.
اټکل دی چې مخالفې ډلې له سوري حکومت سره په ژنیوا کې یوه سیاسي حل ته ورسېږي.
ژنیوا ته د سوري اپوزیسیون سلیم المسلط له رسېدا وروسته نوموړي وویل، مرکچیان یې غواړي چې له خبرو وړاندې د سوري حکومت له زندانونو نه د ښځو او ماشومانو له خلاصون ځانونه ډاډمن کړي، هوايي بریدونه ودرول شي او کلابندو سیمو ته بشري مرستې ورسولې شي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو نوموړي دا ونه ویل چې ګني دا به له خبرو وړاندې د دوی شرط وي.
المسلط خبریالانو ته وویل: "موږ تل نېک پال یو، خو ستونزه دا ده چې موږ په سوریه کې له یوه دیکتاتور سره مخامخ یو. که چېرې رښتیا هم هلته د ستونزو د حل لپاره هوډ وای، نو هلته به مو جرمونه او ټولوژنې نه وای لیدلې".
د مخالفو د اپوزیسیون عمومي همغږي کوونکي ډاکټر ریاض حجاب، چې ژنیوا ته نه دی تللی، خبرداری ورکړی که چېرې د سوریې حکومت "جرمونو ته دوام ورکړي"، نو په ژنیوا کې د دوی د پلاوي شتون بې ګټې او خبرو ته رسېدل ناممکن دي.

د عکس سرچینه، AFP
پر همدې مهال، د سرویې په لوېدیځ مضایا ښار کې ۱۶ کسان له لوږې او خوارځواکۍ مړه شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو د سازمان په وینا، کله چې د مرستو یوه کاروان ته هلته د ورتګ اجازه ترلاسه شوه، مضایا ښار کلابند شو، همدا وو چې ۱۶ نور کسان له لوږې مړه شول.
ددغه سازمان یوه ویاند ویلي، د ښار ځینو وګړو ته ډېر ناوخته مرستې ورسېدې.
مضایا د سوریې په لوېدیځ کې له لبنان سره پر پوله پروت دی، چې د روان ژمي له پیله د سوري پوځ او د لبنان د حزب الله اورپکې ډلې له خوا کلابند دی.








