امريکا له گوانټانامو ١٠ يمني بنديان خوشې کړل

ولسمشر اوباما تېره ورځ کانگرس ته ويلي وو چې غواړي د گوانټانامو زندان روان کال کې وتړي.
د عکس تشریح، ولسمشر اوباما تېره ورځ کانگرس ته ويلي وو چې غواړي د گوانټانامو زندان روان کال کې وتړي.

متحدو ايالتونو له گوانټانامو څخه ١٠ يمني بنديان پرېښې دي. دې سره په دې زندان کې د بنديانو شمېر له ١٠٠ راټيټ شوى دى. دا لومړى ځل دى چې د ولسمشر اوباما دواکمنۍ پر مهال يوځاى دومره شمېر کې ددې زندان څخه بنديان پرېښودل کېږي.

دا کسان کله هم په کوم جرم نه وو تورن شوي. داچې يمن کې ثبات نشته، پرېښودل شوي بنديان عمان ته لېږل شوي. همدا بې ثباتۍ اوهلته د القاعدې فعاليت ددې علت ښودل کېږي چې اوس هم لوى شمېر کې يمني بنديان په گوانټانامو کې پاتې دي، سره ددې چې هغوي د هرډول کړنو پاک بلل شوي دي.

دې بنديانو پرېښودو سره اوس د گوانټانامو زندان کې د بنديانو شمېر له ١٠٠ کم شوى دى.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دې بنديانو پرېښودو سره اوس د گوانټانامو زندان کې د بنديانو شمېر له ١٠٠ کم شوى دى.

ولسمشر اوباما تېره ورځ د امريکا کانگرس ته خپلې وروستۍ کالنۍ وينا کې ويلي وو چې غواړي روان کال کې د گوانټانامو زندان وتړي. ددې نه وړاندې په ٢٠٠٨ کال کې هم هغه ددې زندان د تړلو ژمنه کړې وه.

دهغۀ پام اوس په دې راغونډ دى چې امريکايان قانع کړي چې د گوانټانامو زندان اورپکي ډلې د خلکو د جلبولو لپاره د وسيلې په توگه کاروي اوبله دا چې هلته د بنديانو په ساتلو هم لوى لگښتونه راځي،سره ددې چې اوس له ١٠٠ کم بنديان دې زندان کې پاتې دي.