ترکيه: د کوردانو کارګر ګوند (پي کې کې) ۱۸غړي وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکيې ځواکونه وايي د دې هېواد د جنوب ختيځ په تازه پېښو کې د کوردانو کارګر ګوند (پي کې کې) ۱۸ غړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه کسان د سوريې له پولې سره نژدې ښار جزيره او د دياربکر سيمه کې وژل شوي.
د تېر کال د ډسمبر مياشتې له پيل راهسې په دغو دواړو يادو شويو سيمو کې، ترکيه د کوردانو کارګر ګوند پر وړاندې عمليات ترسره کوي.
ترکي پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د جزيره او سيلوپي ښارونو او د دياربکر په سور سيمه کې د پي کې کې وسله والو پر ضد د عملياتو له پيل راهيسې له ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان هم ويلي، چې د کوردانو کارګر ګوند يا پي کې کې پر وړاندې عملياتو کې د هېواد د ننه او بهر له ۳۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د کوردانو کارګر ګوند چې مشري يې عبدالله اوجالان پر غاړه لري له تېرو ۳۰ کلونو د کوردستان د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.
په دغه موده کې له ۴۰ زره زيات کسان چې ډېری يې کوردان دي د ترکيې ځواکونو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.




