ترکي ځواکونو د کردستان کارګر ګوند ۱۰ غړي وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د ترکیې پوځ ویلي امنیتي ځواکونو د هېواد په سوېل ختیځ کې بمباري او ځمکني عملیات کړي، چې د کردستان کارګر ګوند ۱۰ غړي یې وژلي، خو دغه ګوند وايي، دوی لاهم پر خپل یو اړخیز اوربند ولاړ دي.
دا بریدونه د تېرې سې شنبې په ورځ شوي دي.
کارګر ګوند د تېرې شنبې په ورځ خپلو وسله والو ته امر وکړ چې یو اړخیز اوربند اعلان کړي.
دا اوربند په انقره کې د سولې په تړاو د لاریون پرمهال تر هغو چاودنو وروسته وشو، چې لږترلږه ۹۷ کسان پکې ووژل شول.
د ترکیې حکومت د کارګر ګوند له لوري یو اړخیز اوربند بابیزه ګڼلی، او دا یې د راتلونکو ټاکنو لپاره د هغوی د نفوذ ډېرولو یوه وسیله ګڼلې ده.
په پام کې ده چې د ترکیې عمومي ټاکنې راتلونکې میاشت وشي.
د تېرې چارشنبې په ورځ د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، د کردستان کارګر ګوند درې غړي له ایران او عراق سره د ترکیې په سرحدي هکاري ولایت کې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي.

خو وروسته یې اعلان وکړ، چې د پوځ په بمباریو کې یې ۷ نور غړي هم وژل شوي.
ترکي چارواکي د انقرې لاریون بریدګرو نومونه تایید کړي

د عکس سرچینه، epa
یوه ترکي چارواکي بي بي سي ته د هغو دوو تنو ځانمرګو بریدګرو نومونه تایید کړي، چې د حکومت په وینا د شنبې په ورځ یې په انقره کې دوه بمي بریدونه تر سره کړل.
ترکي چارواکي پر دې باور دي، چې د یونس عمر الاغوز او عمر دوندار په نامه دغو کسانو له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړاو درلود، خو دا خبره تر اوسه تایید شوې نه ده.
په دوی کې یو تن د هغه ځانمرګي بریدګر ورور و، چې په جولای میاشتې کې یې د ترکیې په سوېل کې تر دېرشو ډېر کسان ووژل.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA








