ترکي چارواکي د انقرې لاریون بریدګرو نومونه تایید کړي

ځانمرګي برید هغه مهال وشو چې ځوانانو یو بل ته لاسونه ورکړي وو او سندرې یې ویلې

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، ځانمرګي برید هغه مهال وشو چې ځوانانو یو بل ته لاسونه ورکړي وو او سندرې یې ویلې

یوه ترکي چارواکي بي بي سي ته د هغو دوو تنو ځانمرګو بریدګرو نومونه تایید کړي، چې د حکومت په وینا د شنبې په ورځ یې په انقره کې دوه بمي بریدونه تر سره کړل.

ترکي چارواکي پر دې باور دي، چې د یونس عمر الاغوز او عمر دوندار په نامه دغو کسانو له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړاو درلود، خو دا خبره تر اوسه تایید شوې نه ده.

په دوی کې یو تن د هغه ځانمرګي بریدګر ورور و، چې په جولای میاشتې کې یې د ترکیې په سوېل کې تر دېرشو ډېر کسان ووژل.

د دویم تن په اړه فکر کېږي، چې دوه ځلې یې سوریې ته سفر کړی و.

چارواکي وايي، د شنبې په ورځ په انقره کې په دغو بریدونو کې کابو سل تنه وژل شوي دي.

له هغو بریدونو وروسته د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو په ترکیه کې درې ورځني ملي ویر اعلان کړ.

ځانمرګي برید هغه مهال وشو چې ځوانانو یو بل ته لاسونه ورکړي وو او سندرې یې ویلې.

د ترکیې ولسمشر دا یو ' ترهګریز ' برید وباله او غندنه یې کړې وه.

ظاهراً د چاودنې هدف د حکومتي ځواکونو او د کردستان کارګر ګوند ترمنځ د نښتې پرضد لاریون و.

د خلق دیموکراتیګ ګوند چې د کردانو له ملاتړه برخمن دی، چې د "دیموکراسۍ لپاره سوله" په نامه لاریونونو جوړولو غوښتنه یې کړې وه.