ايهود اولمرت د بډو اخيستو له امله په بند محکوم شو

ښاغلی اولمرت به د اسراييلو لومړنی صدراعظم وي چې بند تېروي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ښاغلی اولمرت به د اسراييلو لومړنی صدراعظم وي چې بند تېروي

د اسراييلو سترې محکمې د دغه هېواد يو مخکنی لومړی وزير ايهود اولمرت د بډو اخيستو په تړاو په يو نيم کلن بند محکوم کړی دی.

۷۰ کلن ايهود اولمرت په ۲۰۱۴ کال کې د ابتدايه محکمې له لوري په شپږ کاله بند محکوم شو، خو سترې محکمې يې د بند دغه موده ۱۸ مياشتو ته راښکته کړه.

ايهود اولمرت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ کال پورې د اسراييلو لومړی وزير و، خو د بډو اخيستو تورونه يې د هغه مهال دي چې دی د بيت المقدس ښاروال و.

ده هغه مهال يوه ودانيز شرکت ته د جواز ورکولو په بدل کې بيا بيا بډې اخيستې وې.

ښاغلی اولمرت به د اسراييلو لومړنی صدراعظم وي چې بند تېروي.

د ده د زندان تېرولو موده د راتلونکي ۲۰۱۶ کال له فبرورۍ مياشتې پيلېږي.