جګپوړی چینایی چارواکی د فساد په جرم بندي شو

د عکس سرچینه، Xinhua News Agency
په چین کې یو پخوانی لوړ پوړي چارواکي له دې کبله په عمري زندان محکوم شوی، چې وايي شپږ میلیونه ډالره رشوت یې اخیستی دی.
لیو تینان وروستی لوړ پوړی چارواکی دی، چې د فساد پر ضد د ولسمشر شي ژينپینک د کمپاین لړ کې محکومیږي.
په رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړی له هغه وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شو، چې ملګرې یې یوه خبریال ته د کاروبار لړ کې د بډو درغلیو او جعلي تعلیمي اسنادو په اړه وویل.
د چین د خبري رسنیو په حواله، په بیجینګ کې محکمې د ملي پراختیا او اصلاحاتو د کمیسیون پخوانی مرستیال لیو تینان چې د چین دولت کې لوړپوړی چارواکی و، تېر کال له خپلې څوکۍ لیرې کړای شو.
د چین د نظام په سیاسي چوکاټ کې د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون د دغه هېواد په صنعتي تګلاره او د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې جلبولو کې ډېر رول لري.

د عکس سرچینه، AP
تر دې مخکې، ددغه بنسټ دوه ټیټ پوړي چارواکي هم د محکمې له خوا په فساد تورن شوي وو.
د لیو تینان په حق کې د حکم اعلانولو پرمهال د محکمې قاضي نوموړی د هېواد د کارکوونکو د حقونو په پایمالولو تورن کړ.
د چین دولتي تلوېزیون د محکمې د حکم د اورولو پرمهال انځورونه خپاره کړي، چې ویل کېږي، ښاغلي لیو پر خپلو کړنو پښېماني ښودلې ده چې د محکمې د مشر قاضي له خوا وویل شول، دا چې ښاغلي لیو ټول اسناد څارنوالۍ ته ورکړي، نو د مجازاتو د کمولو مستحق ګڼل کېږي.
که چېرې د محکمې دغه مداخله نه وای، شاید لیو په اعدام محکوم شوی وای.
ددغه اعلان تر خپرېدو مخکې د چین ولسمشر شي جین پینګ پخپلو حکومتي تشکیلاتو کې د فساد پرضد د جدي مبارزې ژمنه کړې.
نوموړی د چین ولسمشر او د واکمن کمونیست ګوند عمومي منشي هم دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه نژدې دوه کاله مخکې ژمنه وکړه چې د فساد پرضد مبارزه به یې د کار په لومړیتوبونو کې وي.
د لیو تینان د محاکمې پرمهال د محکمې د ودانۍ مخې ته ګڼ خلک راغونډ شوی وو او د سیمه ییزو ادارو له فساد نه یې سر ټکاوه.








