د چین هېواد خبریاله ګایویو نیولې ده

ګایو یو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په وېډیو کې د مېرمنې څېره سمه نه ښکاريو وايي "دا منم چې ما په ناقانونه مسائلو کې لاسوهنه کړې او ملي باور مې زیانمن کړی دی".

په داسې حال کې چې د بیجینګ تیانانمن میدان کې د دیموکراسۍ پلویانو د لاریون کوونکو د ځپلو پرضد ګڼ ګوتنیوونکي راغونډ شوي وو، چينايي چارواکو مخکښه خبریاله ګایو یو د "محرمو دولتي اسنادو افشا کولو په تور" نیولې ده.

چیناي چارواکو دغه خبریاله مجرمه ګڼلې ده.

د تیانانمن له پېښې ټیک ۲۵ کلونه تېرېږي.

دولتي خبري اژانس شينهوا وویل، دغه ۷۰ کلن محرمانه اسناد یوې بهرنۍ وېبپاڼې ته ورکړل شوي.

د اپریل په ۲۴ د آغلې ګایو کورنۍ او خپلوانو د هغې د بې درکه کېدو خبر ورکړی و.

چارواکو د هغې د نیول کېدو خبر تایید کړی دی.

هغې په وروستیو کې له ځینو حقوق پوهانو سره هم کتلي دي.

شينهوا لیکي، آغلې ګایو تېر کال په ناقانونه توګه اسناد ترګوتو کړي او هغه یې یوې وېبپاڼې ته ورکړي، چې په وروستیو کې له هېواد بهر دغه اسناد په پراخه کچه خپرېدل.

حکومتي تلوېزیون سي سي ټي وي د پنجشنبې پر ګهیځ یوه وېډیو خپره کړه، چې یوه مېرمن- کېدای شي – آغلې ګایو وي، اعتراف کوي.

په وېډیو کې د مېرمنې څېره سمه نه ښکاري وايي "دا منم چې ما په ناقانونه مسائلو کې لاسوهنه کړې او ملي باور مې زیانمن کړی دی".

"زما کړنه غلطه وه، ما خپل درس او پند واخیست او زه خپله ګناه منم".

د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې د آغلې ګایو وکیل تنګ بیو وویل، موکله یې په همدې لټه کې ده چې شاید دغه ۹ نمبر هغه اسناد وي، چې تېرکال یې هغې په اړه لیکلي وو.

ښاغلي تنګ وویل، دولت د داسې بېلګو جوړولو هوډ لري، چې د جون د ۴ ټولې اړوندې پېښې پټې وساتل شي.