چاغوالى په انګلستان کې " د ښځو روغتیا لپاره ترټولو سترگواښ"

چاغوالى په ټولو انسانانو په ځانگړې توگه مېرمنو کې د بېلابېلو ناروغيو سبب کېږي؟
د عکس تشریح، چاغوالى په ټولو انسانانو په ځانگړې توگه مېرمنو کې د بېلابېلو ناروغيو سبب کېږي؟

د انګلستان د روغتیايي چارو مشره ماموره، ډېم سالي ډیویس، وايي چاغوالى د ښځو او راتلونکو نسلونو د روغتیا لپاره ترټولو ستر خطر دی.

د هغې په کلني رپوټ کې چې سږکال د ښځو په اړه دی، وايي "د زیاتیدونکي روغتیايي مصیبت" د مخنیوي لپاره مبارزه باید د هېواد په لومړیتوبونوکې راشي.

هغه وايي د خوراکي شیانو تولیدونکي باید پدې اړه نورګامونه پورته کړي که نه نو پرشکرې باید مالیه ولګول شي. ډېم سالي همدا راز وايي چې د ښځو د تخمدانونو د سرطان لپاره باید د علاج لا ښې لارې چارې وموندل شي.

د انګلستان د ډاکټرانو مشره وايي چې چاغوالى دومره یوه جدي ستونزه ده چې باید د ټولو خلکو لپاره د لومړیتوب موضوع وي،په تېره بیا د ښځولپاره،ځکه چې زیاتره وخت دهغوى ژوند لنډوي.

په انګلستان کې په ۲۰۱۳کې د ۳۴-۴۴کلنوښځو ۶۴سلنه او د ۴۵-۵۴ کلنوښځو ۷۱سلنه چاغې بلل شویدي چې د بدن وزن ېې له عادي اندازې ډیر دی. چاغوالى د ډیرو ناروغیو خطر زیاتوي لکه د تیونو سرطان، دشکرې ناروغۍ یا ډیابیټس دویم ډول اود زړه ناروغۍ.

پر شکرې مالیه لګول

ډېم سالي خبرداری ورکړی که د خوراکي توکو تولیدونکي شرکتونه خپل کارونه سم نه کړي نو یواځینۍ لاره به پر شکرې د مالېې لګول وي.

هغې بي بي سي ته وویل:" پلورونکې هټۍ او نور باید له ارزانه تبلیغاتي او غیرصحي خوراکي شیانو څخه لاس واخلي او خپل تبلیغات ډیر کم کړي. زه فکر کوم اوس دا ستونزه اوج ته رسیدلې. که صنایع دې مسلې ته پام ونه کړي موږ به اړشو چې پرشکرې باندې مالیه ولګوو."

ښخو ته باید مشورې ورکړل شي چې د حامله ګۍ یا امېدوارۍ لپاره د پلان جوړولو په وخت کې څنګه یو صحي او فعاله ژوند ولري. (تصویر د تینک سټاک)
د عکس تشریح، ښخو ته باید مشورې ورکړل شي چې د حامله ګۍ یا امېدوارۍ لپاره د پلان جوړولو په وخت کې څنګه یو صحي او فعاله ژوند ولري. (تصویر د تینک سټاک)

ډېم سالي دې خبرې ته اشاره وکړه چې ښځې باید د خپلو ماشومانو او لمسیانو په خاطر د حامله ګۍ یا امېد وارۍ په وخت کې خپلې فزیکي او روحي روغتیا ته پام وکړي.

څېړونکي وايی که د حامله ګۍ په وخت کې ښځه چاغه وي د ماشوم د زیان کېدلو او له وخت نه مخکې زیږون چانس زیاتیږي.

" د دوه کسانو لپاره خوراک کول "

د امېدوارې ښځې روغتیا د رحم دننه حالاتو باندې اغېزکوي چې هغه بېا د ماشوم دټول عمر روغتیا لپاره پایلې درلوداې شي، لکه د چاغېدو او د شکرې ناروغي د دویم ډول خطر.

ډېم سالي وايي غواړي هغه ’’ناسم فکر’’ له منځه یوسي چې وايي ښځې باید د امېدوارۍ په وخت کې د دوه کسانولپاره خوراک وکړي. هغه وايی مهمه داده چې د امېداوارو ښځوپه خوراک کې میوه او سبزیجات شامل وي او له الکولوڅخه ډډه وکړي.

د لندن د یونیورسیټي کالج د زړه د ناروغیو د انسټیټوټ پروفېسر نیک فاینر وايي چاغوالى اوس " دهېواد دخلکولپاره ترټولو مهمه روغتیايي ستونزه ده".

هغه وايی:’’ د چاغېدو د اقتصادي لګښتونو تخمین ښيي چې دهېواد د روغتیايي ادارې پیسې به ختمې کړي’’.

" د چاغېدو ستونزه دیو ملي خطر په توګه ګڼل به ددې ستر،غمجن،زیاتېدونکي روغتیايي مصیبت په اړه دخلکوبې پروا رویې په له منځه وړلوکې مرسته وکړي"

نوې درملنه

د انګلستان د ډاکټرانو د مشرې په کلني رپوټ کې د ښځو د راز راز روغتیايي مسلو په اړه ۱۷ سپارښتنې شويدي.

رپوټ وايي چې د خوراکي ستونزو لکه بې اشتهايي، له حده ډېر خوراک کول، چې د نارینه و په پرتله په ښځوکې ډېر لیدل کېږي، باید له وړاندې نه وپېژندل شي او علاج ېې وشي.

یوه سپارښتنه داده چې هرهغه څوک چې خوراکي ستونزه لري باید د روحي یا رواني درملني نویو او پرمختللیو ډولونو ته لاسرسی ولري.

دا درملنه چې CBT-E نومیږي باید په ټول هېواد کې د هر عمر درلودونکي کسان ورته لاس رسى ولري.

د بیټ په نامه یوه خیریه موسسه د خوراکي ستونزو درلودونکو خلکوسره مرسته کوي. ددې موسسې یوه کارکونکې لورنا ګارنېر وايي:" د رپوټ سپارښتنې به پر زیات شمېر هغوکسانوباندې چې دخوراک ستونزې لري ډېره مثبته اغېزه ولري".

څه شی دی؟CBT-E

دا یو ډول روحي درملنه ده چې هدف ېې د بدن د انځور په اړه د ناروغ د فکر بدلول دي چې خپل بدن هماغسې چې دی ومني.

دا درملنه د هر ناروغ لپاره په جلا ډول برابریږي او له هغوى سره مرسته کوي چې د فکرکولو،احساسولو،اودخپلې روېې لا اغېزمنې او ګټورې طریقې زده کړي.

د درملنې یوه مهمه برخه داده چې ناروغان پکې فعاله برخه اخلي او د ناروغۍ د بیا راپېداکېدومخه نیسي.

پراخو څېړنو ښودلې چې دا درملنه د خوراک د هرډول ستونزو لپاره ګټوره ده، دهغوکسانولپاره چې ډیرخوراک کوي او بیاېې د کانګې په زور بېرته راباسي د بریالیتوب کچه يې ۶۶سلنه ده.

دا درملنه ۵-۹ میاشتې دوام کوي اوپرهغو ماشومانو باندې چې عمرېې له ۱۴ کلونو ډیر وي هم عملي کېداېشي.

روغتیايي کارکونکي د انټرنیټ له لارې روزل کېداېشي چې د درملنې CBT-E طریقه زده اوعملي کړي اوپه لنډ وخت کې د ناروغانو علاج وکړي.

په کلنې رپوټ کې د تخمدانونو يا رحم د سرطان دلا ښې درملنې غوښتنه شوې. ویل شوي چې دا سرطان په انګلستان کې د ښځو د نورو سرطانونو په پرتله ډیرې ښځې وژني.
د عکس تشریح، په کلنې رپوټ کې د تخمدانونو يا رحم د سرطان دلا ښې درملنې غوښتنه شوې. ویل شوي چې دا سرطان په انګلستان کې د ښځو د نورو سرطانونو په پرتله ډیرې ښځې وژني.

رپوټ کې سپارښتنه شوې چې باید هڅه وشي د تخمدانونو د سرطان درملنې ته ډیروخت ورکړل شي او د جراحۍ عملیاتو په مرسته د سرطان ټولې برخې لیرې کړی شي.

رپوټ داهم وايي چې باید جراحانو ته د ځانګړوعملیاتو د مهارتونو په برخه کې لا نوره روزنه ورکړل شي.

ناوېلې خبرې

رپوټ وايي چې ښځینه ستونزو په اړه باید د وګړو د پوهې کچه لوړه شي اودهغوناویلو مسلو په اړه چې خلک ورباندې له غږیدو نه ډډه کوي لکه د وړو او غټو میتیازو د نه کنټرول کېدو ستونزې

اودښځو په زاړه عمرکې د اولاد نه راوړلو مسلوپه اړه باید بحثونه وشي.

په بریتانیا کې له پنځو میلیونو ډیرې ښځې د وړو اویا غټو میتیازو د نه کنټرول کېدو ستونزې لري، دا داسې یوه روغتیايی ستونزه ده چې د خلکو د ژوند پرکیفیت جدي اغېز کولاې شي.

کار ځايونو چارواکي هم باید ښځوته آسانه کړي چې دخپلو ښځینه روغتیايی ستونزو په اړه غږېداې وشي او شرم ېې ونه ګڼي. کېداې شي دا د هغوې روغتیا سره مرسته وکړي او د کار په وخت کې د ناروغۍ اوغیرحاضرې کچه کمه کړي.

د رپوټ په یوې بلې برخې کې د روغتیايي چارو مشرې دا لاندې سپارښتنې کړي:

روغتیايي کارکونکي باید ښه وروزل شي چې وکولاې شي د ښځوپرضد د تاوتریخوالي پېښې لکه کورنۍ ناوړه رویه، جنسي تاوتریخوالی اونورې ورته پېښې ژروپېژني او په اړه ېې مناسب ګامونه پورته کړي.

د مېندو او ماشومانو د روحي او فزیکي روغتیا د ښه کولولپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.د مورد رحم دننه د ماشوم د ودې او روغتیايي ستونزو د موندلو او تشخیص په اړه هم باید نورې څېړنې ترسره شي.

ماشومانو ته باید په شخصي او ټولنیزه کچه روغتیايي او اقتصادي زده کړې ورکړل شي اود جنسي فعالیت او اړیکو په اړه باید په ښونځیوکې زده کونکوته لارښونې وشي.د حامله ګې د مخنیوۍ راز رازطریقې او خدمتونه باید د هرسن ټولو ښځوته میسر وي.

د ښځینه ناروغیودشاهي کالج مشر،ډاکټر ډیویډ ریچمنډ، وايي ښځوته باید د هغوې د ټول عمرپه ترڅ کې بشپړه پاملرنه وشي.

هغه وايی داسې مسلې لکه د مېندو چاغوالی، خراب خوراکي رژیم، د فزیکي فعالیت نشتوالی،د ډیرو الکولو کارول، سګرټ څکول او د جنسي روغتیا خرابوالی ’’باید ترپاملرنې لاندې ونیول شي چې ښځې وکولاې شي د خپل ژوند لپاره مناسبې لارې چارې غوره کړي’’.