کيري: له اسد نه د روسیې ملاتړ یعنې د حزب الله او ایران ملا تړل

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري ویلي، روسیه د اسد په ملا تړلو سره د حزب الله او ایران ملاتړ هم کوي، چې دا کار له سُني نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره ښه انډول نه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه به د خبرو نوی پړاو په روانې میاشتې کې ترسره شي.
نوموړي په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، دا غونډه به په نیویارک کې د هغه بهیر د پرمختګ په لړ کې تر سره شي، چې تېره میاشت پرې په ویانا کې هوکړه شوې وه.
د ویانا د هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په جنورۍ میاشتې کې د سوریې د حکومت او حکومت مخالفو ډلو تر منځ خبرې پیل شي، چې موخه یې په شپږو میاشتو کې د یوې انتقالي ادارې جوړول دي او له هغې اتلس میاشتې وروسته به په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.
جان کیري وايي روسیه د اسد په ملاتړ سره د حزب الله او ایران ملا هم تړي، چې دا کار یې له نورې سُني نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره ښه معادله نه ده.
نوموړی وايي، د سوریې د کړکېچ هواري په موخه به راتلونکې خبرې روانه میاشت په نیویارک کې ترسره شي.

کيري زیاتوي، روسیه او ایران باید پوی شي چې په سوریه کې د سوري نظام په بریدونو سره د سُني مخالفانو درولو لپاره مجال نه شته.
دی زیاتوي، ایران او روسیه د روانې میاشتې وروستیو کې نیویارک کې د سوري کړکېچ د هواري په خبرو کې ګډون وکړي.








