مسکو په انقرې د نورو بنديزونو گواښ وکړ
د روسيې ولسمشر،ولاديمير پوتين، يوځل بيا پر ترکيې د روسۍ الوتکې د ويشتلو له امله نيوکه کړې او خبردارى يې ورکړى چې کريمليمن د نورو بنديزونو د لگولو پلان لري .
دا الوتکه تېره مياشت د سوريې پولې سره نزدې راغورځول شوې وه.
د روسيې پارلمان ته خپلې کلنۍ وينا کې ښاغلي پوتين وويل دى به جگړې کې ښکيل نه شي ، خو ترکيې يو سخت "جنگي جرم" ترسره کړى دى .
ده زياته کړه ، که ترکيه داسې فکر کوي چې يوازې پر سرو بانجانو بنديز سره به له دې خلاصه شي ، نو تيروتنه کوي.

د عکس سرچینه، AP
مخکې ولسمشر پوتين د ترکيې پر مشرانو تور لگولى و چې د دوى الوتکه ېې له دې امله غورځولې چې گواکې د اسلامي دولت نومې ډلې سره د تيلو سوداگري لري .
خو د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د ښاغلي پوتين دا خبرې رد کړې.
انقره وايي د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران به د سربيا په پلازمينه بلغراد کې له يوبل سره گوري .
دا د روسۍ الوتکې له راغورځول گېد وروسته لومړى ځل دى چې د دواړو هېوادونو جگپوړي چارواکي سره گوري .








