د ''اسلامي دولت'' ډلې ضد جګړه کې ۴۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په بریتانیا کې د بشري حقونو اړوندې ''اوربند'' په نامه یوه مرکز پخپل راپور کې ویلي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په موده کې عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې جګړه کې تر څلورو زرو ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه راپور، چې د لږکیو د حقونو د نړیوالو ټولنو له خوا یې په چمتو کولو کې برخه اخیستل شوې، کاږي چې نژدې درې زره ولسي وګړي د عراقي ځواکونو په جګړو او بمباریو کې وژل شوي دي، خو راپور وايي دا شمېرې ''دقیقې'' نه دي.
نور پاتې ولسي وګړي د امریکا په مشرۍ د ''اسلامي دولت'' پرضد جوړ شوي ایتلاف په بمباریو، د سوري نظام په بریدونو او د روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي.
راپور وايي، نړیوال ایتلاف په بریدونو کې د ولسي وګړو د مخ پر ډېرېدونکې وژنې په اړه بې باکه دی.
په راپور کې دا هم راغلي، چې دغه ایتلاف په سوریه او عراق کې د خپلو بریدونو پرمهال د ولسي وګړو پر وژل کېدو اعتراف نه کوي، خو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو بمباریو کې هغوی د ولسي وګړو پر وژنې اعتراف کاوه.

راپور د عراق فلوجه اولوېدیځو او شمالي ښارونو کې د بریدونو له کبله په خلکو کې د وېرې او لوی مالي زیان اوښتو په اړه هم خبره کړې.
راپور دا هم وايي، د سوریې رقه، حلب او نورو ښارونو کې د سوریې د واکمن نظام له لوري پر ولسي وګړو په لوی لاس بیرلي (بیلري) بمونه غورځول شوي.





