'پر عراق یرغل د ''اسلامي دولت'' ډلې راپورته کېدو لامل شو'

مایک فلاین

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مایک فلاین: ''پر عراق یرغل یوه لویه تېروتنه وه''.

د امریکا د استخباراتو پخواني مشر او د ځانګړو ځواکونو د قطعې مخکیني قومندان مایک فلاین ویلي، پر عراق د امریکا یرغل د ''اسلامي دولت'' ډلې د راپورته کېدو لامل شوه، او امریکایانو د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته '' کم عقلانه'' کړنې وکړې.

مایک فلاین دا څرګندونې د جرمني له ''<link type="page"><caption> دیر شپیګل</caption><url href="http://www.spiegel.de/international/world/former-us-intelligence-chief-discusses-development-of-is-a-1065131.html" platform="highweb"/></link>'' ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي، چې وايي، د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته، امریکا ددې پوښتنې چې ''ولې یې پر موږ برید وکړ؟'' پرځای د ''بریدګر له کوم ځایه راغلي وو؟'' پوښتنې ځوابولو ته مخه کړه.

دی وايي، ''ړندو احساساتو'' واشنګټن دې ته اړ کړ چې له ۲۰۰۱ کال وروسته ناسم تګلوري ته مخه کړي.

د نوموړي ټینګار دا دی چې د بغداد له سقوط وروسته، د ''اسلامي دولت'' په نامه ډله راپورته شوه، او د صدام حسین د نظام پرځول عراق ته زښت ډېر زیان واړاوه، چې په لیبیا کې له معمر القذافي سره هم، دا چم وشو.

فلاین وايي، لوېدیځ دولتونه په ځینو اروپايي هېوادونو کې د پراخو بریدونو مخنیوي ته سم نه وو چمتو شوي، او د ''اسلامي دولت'' ټولو هغو عناصرو ته متوجه نه وو چې د نړۍ له هرې برخې او لوېدیځو هېوادونو هلته ورتلل.

نوموړی زیاتوي، د ''اسلامي دولت'' د ځپلو لپاره پلان کارنده او کامیاب نه و، ځکه چې ابو مصعب الزرقاوي د بن لادن په پرتله ډېر خطرناک و، او د ''اسلامي دولت'' ډلې مشر ابو بکر البغدادي اوس تر زرقاوي هم ډېر خطرناک دی.

د نوموړي ټینګار دا دی، غوره دا وه چې بن لادن او الزرقاوي نیول شوي او محاکمه شوي وای، نه دا چې وژل شوي وای، ځکه چې په وژل کېدو یې د هغوی د ملاتړ هوډ لا ډېر ټینګ شو.

دی وايي، د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې جګړه تر هغو نه کامیابېږي، چې د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات او بریدونه هم پیل نه شي.

مایک فلاین وايي، د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې جګړه تر هغو نه کامیابېږي، چې د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات او بریدونه هم پیل نه شي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مایک فلاین وايي، د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې جګړه تر هغو نه کامیابېږي، چې د هوايي بریدونو سربېره ځمکني عملیات او بریدونه هم پیل نه شي.

نوموړي د روانې ستونزې د حل لپاره د بلقان له تجربې د ګټې اخیستو وړاندیز کړی، داسې چې سیمه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې او د عربي دولتونو د ایتلاف په چوکاټ کې د لویو هېوادونو د نفوذ په تناسب ووېشل شي، او دې خوځښت ته د نوي بهرني یرغل په سترګه ونه کتل شي.

فلاین وړاندیز کوي په سیمه کې د ټیکاو تر راتلو او خپلو مېنو ته د کډوالو د ستنېدو ترمهاله د اوږدمهال لپاره د بهرنیانو شتون اړین دی.