د لوېدلې روسۍ جنګي الوتکې پیلوټ 'ژغورل شوی' دی

د عکس سرچینه، Reuters
فرانسه کې د روسیې سفیر ویلي، د ترکي ځواکونو له خوا د ویشتل شوې روسۍ جنګي الوتکې پیلوټ د سوري پوځ له خوا ژغورل شوی دی.
دا څرګندونې لا تر اوسه په رسمي توګه کرملین نه دي تایید کړې، خو د ژغورنې په عملیاتو کې د روسیې د ځانګړو پلي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی.
روسي سفیر اورلوف د ''اروپا ۱'' راډیو ته ویلي، دغه پیلوټ د سوریې لاذقیه ښار کې د روسیې ''الحمیمیم'' په نامه اډې ته رسول شوی دی.
وړاندې د روسیې د پوځ ویاند ویلي وو، د لوېدلې الوتکې دوه پیلوټان، د الوتکې د لوېدو پرمهال له الوتکې وتلي، چې یو پکې وژل شوی دی.
د پوځ ویاند سیرګي رودسکو ویلي، د روسي پوځ د پلي ځواکونو یو سرتېری، چې د تري تم شویو پیلوټان په موندلو پسې بوخت وو، د سروي اورپکو په ډزو وژل شوی دی.
ځینې خبري سرچینې وايي، سوري کومانډوز په سیمه کې د وسله والو اورپکو پرضد عملیات پیل کړي، چې بالاخره یو پیلوټ یې موندلی دی.
لومړی پیلوټ سیرګي رومیانڅیف له الوتکې نه د پراشوټ په مټ تر راکوزېدا وروسته په هغه سیمه کې اورپکو وژلی، چې دوی پرې واکمن دي.
پوتین: روسیې له شا په خنجر ووهلو

د عکس سرچینه، Haberturk TV Channel
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیې له شا نه پر روسیې د خنجر ګوزارد کړی دی، چې وايي د سوریې پر پوله د روسۍ الوتکې لوېدل به د روسیې او ترکیې پر اړیکو ډېر ناوړه اغېز وکړي.
ناټو ددغې پېښې په غبرګون کې بېړنۍ ناسته وکړه چې وايي ارزونې یې ښيي روسۍ الوتکه د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې وه.
ښاغلي پوتین د اردن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې وویل، ورکه شوې الوتکه څلور کیلومتره د ننه د سوریې خاوره کې لوېدلې ده او کله چې توغندی ورباندې توغول کېده، الوتکه د ترکیې له پولې یو کیلومتره لیرې وه.
د سې شنبې په ورځ د ترکیې ایف ۱۶ جیټ د سوریې او ترکیې پر پوله د روسیې سوخوی ۲۴ ډوله الوتکه ویشتلې ده.
ترکیه وايي، دوې روسۍ الوتکې د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې او د ترکیې خبرداری یې بابیزه ګڼلی، خو روسیه د ترکیې دا څرګندونې ردوي.
د روسیې ولسمشر وویل، روسۍ الوتکه په سیمه کې په عملیاتو بوخته وه، چې هلته روسي اورپکي هم موجود وو، چې هره شېبه روسیې ته راستنېدلی او دغه هېواد ته یې لوی ګواښ جوړولی شوای.
پوتین وايي، دغه اورپکي باید ''نړیوال ترهګر'' وبلل شي.

د عکس سرچینه، RIA Novosti
ده وویل: ''له ډېرې مودې راهیسې پوهېږو چې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمو نه ترکیې ته ډېر تېل او سونتوکي استول کېږي چې دغه اورپکي پرې خپل مالي لګښتونه پوره کوي. اوس یې هم موږ په شا کې په خنجر ووهلو او زموږ الوتکه چې له ترهګرو سره په جګړه کې بوخته وه، وویشتله''.
ترکیې د خپلې خاورې ددفاع حق لري
بل خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما روسیه او ترکیه هڅولې دي چې د الوتکې له لوېدو وروسته له ترینګلي وضعیته ځانونه وساتي.

د عکس سرچینه، AP
اوباما دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې ''ترکیه، لکه د هر هېواد په څېر، له خپلې خاورې او هوايي حریم نه د دفاع کولو حق لري''.

د عکس سرچینه، Reuters








