اسد: د روسیې په همکارۍ ټولو جبهو کې پرمختګ کوو

د سوریې ولسمشر بشار الاسد وايي، ددغه هېواد وسله وال ځواکونه د روسي الوتکو د هوايي بریدونو په همکارۍ "تقریباً په ټولو جنګي جبهو کې" د پرمختګ په حالت کې دي.
نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه، د چین له "فینیکس" تلوېزیون سره په مرکه کې کړې، چې وايي د روسیې له هوايي بریدونو سره د سوري ځواکونو وضعیت "ډېر ښه" شوی دی.
پر همدې مهال، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مالیزیا پلازمېنه کولالمپور کې کې ژمنه کړې چې امریکا او ملګري به یې "اسلامي دولت" ډله وځپي.
اوباما وویل، امریکا او متحدان به یې هغه سیمې له "اسلامي دولت" ډلې بېرته ونیسي، چې اوسمهال دغه ډله پرې واکمنه ده او د دغې ډلې مشران به له منځه یوسي.
د امریکا متحدو ایالتونو د بشار الاسد د لیرې کېدو له غوښتنې سره هم مهاله د "اسلامي دولت" ډلې پرضد د ګام اخیستو اعلان کړی.
خو روسیه ټینګار کوي چې د دغې ډلې د ځپلو لپاره باید د سوریې دولت پیاوړی شي.

د عکس سرچینه، Reuters
بشارالاسد پخپله مرکه کې ویلي، په سوریه کې د امریکا بریدونه بابیزه دي.
دی وايي، په ټاکنو کې د ځان نومولو حق لري، خو دا به له وخت وړاندې خبره وي چې آیا ځان کاندیدوي او که نه.
په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کورنۍ جګړې له پیلېدو راهیسې تر اوسه څه باندې ۲۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي او یوولس میلیونه نور مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

امریکا، ملګرو ملتونو او روسیې د ۲۰۱۶ کال تر مې میاشتې پورې سوریه کې د اوربند د هوکړې غوښتنه کړې ده.








