اسد د ایران او روسیې د ملاتړ په دوام 'ډاډمن' دی

د عکس سرچینه، EPA
د سوریې د شاوخوا څلور کلن کړکېچ د هوايي په موخه د تازه دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې چې د سوریې د ولسمشر د راتلونکي په اړه کېږي، بشار الاسد ویلي، د ایران او روسیې د ملاتړ په داوم 'ډاډمن' دی.
ښاغلي اسد دا خبرې د لبنان شیعه حزب الله ډلې له ''المنار'' تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي، چې وايي، ایران او روسیه به یې پرې نه ږدي.
پر همدې مهال، فرانسې ویلي د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د سوریې د مشر ''بې اغېزه کول'' اړین دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي: ''موږ باید د اسد د واک له دوام پرته د ترهګرو نفوذ کم کړو. دا دواړه سره نژدې اړیکي لري.''
ایران او روسیه ټینګار کوي، چې ښاغلی اسد باید د سیاسي حل لارې یوه برخه وي.
خو اسد وايي، د حل یوازېنۍ لاره دا ده، چې نړۍ د ''ترهګرو'' له ملاتړه لاس واخلي.
په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د ښاغلي اسد له لوري تشریح شوي ټکي نه دي بدل شوي.

د عکس سرچینه، Reuters
په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د حکومت پرضد اړدوړ پیل شو، چې بیا وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان ووژل شول.
د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا له بېلابېلو ډلو سره د سولې او جوړجاړي د خبرو لپاره یولړ هڅې او وړاندیزونه کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو ښاغلي اسد په مرکه کې د ملګرو ملتونو استازی په بې پرې والي تورن کړی دی.








