اسرائیلو مسجد الاقصی ته د فلسطیني ځوانانو ننوتلو بندیز لغوه کړ

اسرائیل وايي، د لا ډېر اړدوړ د مخنیوي لپاره یې مسجد الاقصی ته د فلسطیني ځوانانو پر ورتګ بندیز لګولی و

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائیل وايي، د لا ډېر اړدوړ د مخنیوي لپاره یې مسجد الاقصی ته د فلسطیني ځوانانو پر ورتګ بندیز لګولی و

د اسرائیلو پولیسو ویلي، په لومړي ځل یې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د اړدوړ له پیلېدو راهیسې مسجد الاقصی ته د عبادت لپاره ټولو مسلمانو فلسطیني ځوانانو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د ختیځ بیت المقدس مسجد الاقصی په انګړ کې د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځيانو ترمنځ له وروستیو نښتو راپدېخوا، اسرائیلو مسجد الاقصی ته د فلسطیني ځوانانو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

پولیس وايي، د لا نور اړدوړ د مخنیوي لپاره یې ځینې نور بندیزونه لګول دي.

د اسرائیلي پولیسو یوه ویاند ویلي، د ترسره شوې امنیتي ارزونې په پایله کې، لګول شوي محدودیتونه سره له ننه (جمعه/اکتوبر ۲۳مه) لغوه شول.

وی کېږي اسرائیلو مسجد الاقصی ته د فلسطیني ځوانانو د ورتګ دا پرېکړه ددې لپاره کړې ده، چې هلته روان ناکرار حالت کنټرول کړي.

مسجد الاقصی د مسلمانانو له ډېرو سپېڅلو ځایونو او لومړنۍ قبله ده، چې د بیت المقدس ښار په ختیځه برخه کې پروت دی.

د وروستیو نښتو او ناامنیو پایله کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د وروستیو نښتو او ناامنیو پایله کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي

مسجد الاقصی د مسلمانانو او یهودانو دواړو لپاره یو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي، خو نامسلمان کسان یوازې په ځینو ځانګړو وختونو کې جومات ته د ننوتلو اجازه لري.

د عکس سرچینه، Reuters

په وروستیو کې اسرائیلي پولیسو د تنکیو زلمیانو په ګډون ګڼ فلسطینیان ونیول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په وروستیو کې اسرائیلي پولیسو د تنکیو زلمیانو په ګډون ګڼ فلسطینیان ونیول