مصری نامتو ليکوال جمال غيطاني ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د مصر تکړه ناول ليکونکی او ژورنالست جمال غيطاني د ۷۰ کلونو په عمر قاهره کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ورپېښې ناروغۍ له کبله له تېرو دوو مياشتو په روغتون کې د بې هوښۍ (کوما) په حالت کې وو.
ښاغلی غيطاني په ۱۹۴۵کال کې د مصر په سوهاج ولايت کې زيږېدلی و.
ښاغلی غيطاني لومړی د غاليو جوړونکي په توګه روزل شوی و، خو د عمر په ۲۰ کلنۍ کې يې ژورناليزم ته مخه کړه او له هغه ځايه يې د تاريخي افسانو او کيسو ليکل پيل کړل.
د ده ډېری ليکنې او اثار نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي. د ښاغلي غيطاني يو مشهور ناول زينې برکات دی.
په همدې ډول د ژورنالست په توګه يې په ۱۹۷۳ کې د مصر او اسراييلو د جګړې له لومړيو ليکو هم راپورونه ورکړي دي.
د ښو ليکنو له امله ورته په مصر او فرانسه کې ايوارډونه او ستاينليکونه ورکړل شوي وو.
لومړی وزير شريف اسماعيل وايي "غيطاني د ادبياتو غني کولو لپاره د خپل ځانګړي سبک، هوښيارۍ او پراخه نظر په لرلو ډېر مهم کار کړی".
ښاغلی غيطاني يو له هغو روڼاندو ګڼل کېده چې د پوځ له خوا د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي پرځولو ملاتړ يې کاوه.








