فرانسه کې د توپان او سیلاب له کبله ۱۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، afp
د فرانسوي چارواکو په وینا، د دغه هېواد په سویلي برخه کې د سخت توپان او سیلاب له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.
د دغو سیلابونو له کبله برېښنا او د تګ را تګ لارې هم اغېزمنې شوې دي.
د فرانسې به اینټیبي ښار کې سیلابي اوبو د لوړ عمر ۳ کسان وړي دي.
ویل کېږي، چې ۵ کسان د خپلو موټرونو درولو پر مهال د ګاډو درولو ځای ته د ډېرو اوبو ننوتو له کبله ایسار پاتې شوي او وژل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له خلکو سره د خواخوږي په څرګندولو له هغو کسانو مننه هم وکړه چې د نورو ځانونه یې ژغورلي دي.

د عکس سرچینه، b
د شنبې په ورځ د زیات باران له کبله د فرانسې ریویرا سیند یاغي شوی و دغه سند د روم سمندر له ساحل او د ایټالیا له پولې سره بهیږي.
د فرانسې به نیس ښار کې ویل کېږي، چې په دوو ورځو کې دومره زیات باران شوی چې د اټکل له مخې له مخې په ټول کال کې دومره اورښت نه وه شوی.
د سند د یوې څنډې نړېدو سره اوبه ښار او کلیو ته دننه شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو نه داسې ښکاري چې د کینز ښار ټول سړکونه اوبو په سر اخیستي.
د کینز ښاروال ډیوس لسنارډ وايي، موږ د ډېرو کسانو ژوند وژغوره خو باید متوجه واوسو چې چور او چپاول رامنځته نه شي.
چارواکو د فرانسې له دغې سیمې نه تېردونکي لویې لارې تړلې دي او سلګونه مساپرو او سیلانیانو د نیس په هوايي ډګر کې شپه سبا کړې ده.

د عکس سرچینه، b
نژدې ۳۵۰۰۰ کسان له همدې کبله له برېښنا محروم پاتې دي.








