د فرانسې پر مسلمانانو بریدونه ولې ډېر شوي؟

ډېری فرانسوي مسلمانان پر دوی د تېریو خبر پولیسو ته نه ورکوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ډېری فرانسوي مسلمانان پر دوی د تېریو خبر پولیسو ته نه ورکوي

په فرانسه کې د "اسلاموفوبیا" څارونکو ویلي، د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله، په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې چلند او بریدونه څلور برابره ډېر شوي دي.

فرانسه کې د اسلامي شورا اړوند "اسلاموفوبیا" ویلي، سږ کال په دې هېواد کې مسلمانان له ډېر ګواښ او بریدونو لاندې دي.

د دغې څارډلې مشر عبدالله ذکري ویلي، د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو کې دوی فرانسه کې پر مسلمانانو ۲۷۴ بریدونه او د زورزیاتي پېښې ثبت کړې دي،‌ چې دا شمېر تېر کال له ۷۲ ډېر نه و.‌

دوی وايي، په دې شمېرو راغونډولو کې یې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پر رپوټونو تکیه کړې ده.

سرچینه وايي، که څه هم دوی دغه پېښې اعلان کړې،‌ خو شاید شمېر یې تر دې هم ډېر زیات وي،‌ ځکه چې ګڼې پېښې تر پولیسو او امنیتي ادارو پورې نه دي رسېدلې.

ذکري وايي په فرانسه کې زیاتره مسلمانان له دوی سره د ناوړه چلند په اړه پولیس نه خبروي او نه هم د دوی په حق کې د تېري په اړه د شکایت ثبتولو ته زړونه ښه کوي.

فرانسه کې نژدې پنځه میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې ډېری یې د افریقا د شمال دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فرانسه کې نژدې پنځه میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې ډېری یې د افریقا د شمال دي.
د فرانسې په ځینو برخو کې پر حجاب او نقاب بندیز لګېدلی، چې مراعاتوونکې ښځې یې جریمه کېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فرانسې په ځینو برخو کې پر حجاب او نقاب بندیز لګېدلی، چې مراعاتوونکې ښځې یې جریمه کېږي

د څار دغه ډله وايي، ‌له مسلمانانو سره د ناوړه چلند کچه په تېره جنورۍ میاشت کې له خونړيو بریدونو وروسته ډېره شوې ده.‌

د فرانسې پر سیاستوالو دا نیوکه کېږي، چې د مسلمانانو پروړاندې د ناوړه چلند په اړه غوږ نه ګروي او آن ځینې سیاستوال د مسلمانانو پرضد له کرکې ډکې ویناوې هم کوي.

د ویلو ده فرانسه کې نژدې پنځه میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې ډېری یې د افریقا د شمال دي.‌

فرانسه په اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو د ډېر شمېر له اړخه په لومړي کتار کې راځي.

د تېرې جنورۍ پر اوومه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د "چارلي ابدو" په نوم د یوې مجلې پر دفتر وسله وال برید وشو، چې لږترلږه ۱۲ کاریکاتور رسموونکي او نور کسان پکې ووژل شول.

د چین په شینجګیانګ کې هم له اویغوري مسلمانانو سره د چین دولت د مېرې چلند کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چین په شینجګیانګ کې هم له اویغوري مسلمانانو سره د چین دولت د مېرې چلند کوي

پر دغې مجلې له دې کبله برید شوی و، چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" کاریکاتور یې خپور کړی و.‌

تربرید وروسته فرانسه کې د بریدګرو پرضد عملیات پیل شول، چې د درو برید کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۷ کسان پکې ووژل شول.

پر یادې مجلې د برید پړه "اسلامي دولت" ډلې ومنله او ورته نورو بریدونو خبرداری یې هم ورکړ.

"اسلاموفوبیا" په تېر مارچ میاشت کې ویلي وو، فرانسه کې د مسلمانانو جوماتونو ته نژدې درې زره داسې لیکونه استول شوي چې د مسلمانانو سپکاوی سپورې خبرې پکې لیکل شوې.‌

د عکس سرچینه، AP