د سوریې د بحران په اړه د نړیوالو ترمنځ اختلافات

ښاغلي پوتین د سخت دریځۍ ضد یوه لوی ائتلاف غوښتونکی شو، چې د "اسلامي دولت" ډلې سره وجنګېږي، چې د نوموړي په وینا، باید نړیوالو ځواکونو ته ورته وي چې له نازیانو سره وجنګېدل
د عکس تشریح، ښاغلي پوتین د سخت دریځۍ ضد یوه لوی ائتلاف غوښتونکی شو، چې د "اسلامي دولت" ډلې سره وجنګېږي، چې د نوموړي په وینا، باید نړیوالو ځواکونو ته ورته وي چې له نازیانو سره وجنګېدل

د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د نړیوالو مشرانو ترمنځ د سوریې د بحران د حل لارې په اړه اختلافونه څرګند شوي.

امریکا او فرانسې پر دې ټینګار کړی چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد نه شي کولی د سوریې د راتلونکي یوه برخه واوسي.

خو روسیې ویلي چې د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له ښاغلي اسد سره مرسته نه کول به یوه لویه تېر وتنه وي.

د دې عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه کړې.

له دې لیدنې وروسته نوموړي وویل، چې کېدای شي روسیه د اسلامي دولت پر وړاندې هوايي عملیاتو کې برخه اخیستو ته لیواله وي.

خو ښاغلي پوتین وویل، دغه هوايي بریدونه باید نړیوال ملاتړ له ځانه سره ولري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، هغسې چې په عراق او افغانستان کې د دیموکراسي د رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه، چمتو یوو چې په سوریه او یمن کې هم د دیموکراسي لپاره مرستې وکړو

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، هغسې چې په عراق او افغانستان کې د دیموکراسي د رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه، چمتو یوو چې په سوریه او یمن کې هم د دیموکراسي لپاره مرستې وکړو

دا لومړنۍ دوه اړخیزه لیدنه وه چې په روان کال کې ترسره شوه او د اوکراین په اړه یې هم خبرې وکړې.

ښاغلي اوباما د عمومي اسامبلې غونډه کې وویل، د سوریې د جګړې د حل لپاره چې له ۲۰۰ زره ډېر انسانان یې ووژل او له ۱۱ میلیونو ډېر کسان یې بې کوره کړل د لوی قدرتونو همغږي کېدل اړین دی.

ښاغلي پوتین د سخت دریځۍ ضد یوه لوی ائتلاف غوښتونکی شو، چې د "اسلامي دولت" ډلې سره وجنګېږي، چې د نوموړي په وینا، باید نړیوالو ځواکونو ته ورته وي چې له نازیانو سره وجنګېدل.

په وروستیو کې ځینو لویدیځو مشرانو د ښاغلي اسد پر وړاندې خپل دریځ کې نرمښت را وستی او کیدای شي دا ومني چې د انتقالي دولت په رهبرۍ کې پاتې شي.

د دې عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه کړې
د عکس تشریح، د دې عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه کړې

تمه کېږي چې د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامیرون د دغې اونۍ په وروستیو کې دا ډوله موضوع مطرح کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ښاغلي اسد له اصلي ملاتړو څخه دی ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په سوریه کې د دیموکراسۍ د لارو هوارولو لپاره مرسته وکړي.

نوموړي وویل:"هغسې چې په عراق او افغانستان کې د دیموکراسي د رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه، چمتو یوو چې په سوریه او یمن کې هم د دیموکراسي لپاره مرستې وکړو".

 د سوریې د جګړې د حل لپاره چې له ۲۰۰ زره ډېر انسانان یې ووژل او له ۱۱ میلیونو ډېر کسان یې بې کوره کړل د لوی قدرتونو همغږي کېدل اړین دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سوریې د جګړې د حل لپاره چې له ۲۰۰ زره ډېر انسانان یې ووژل او له ۱۱ میلیونو ډېر کسان یې بې کوره کړل د لوی قدرتونو همغږي کېدل اړین دي

خو د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي، په داسې حال کې چې چمتو دی له ایران او روسیې سره مرسته وکړي خو دوی ته به دا روښانه کړي چې "د سوریې د بحران حل لاره د بشار الاسد په ګډون نه شي ترسره کېدای".