سوریه کې زرګونه کسان له ''اسلامي دولت'' سره یوځای شوي

په راپور کې راغلي، امریکايي چارواکو یو کال وړاندې عراق او سوریې ته له ۸۰ هېوادونو د ورغلو بهرنیو جنګیالیو شمېر شاوخوا ۱۵ زره ښودلی و.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په راپور کې راغلي، امریکايي چارواکو یو کال وړاندې عراق او سوریې ته له ۸۰ هېوادونو د ورغلو بهرنیو جنګیالیو شمېر شاوخوا ۱۵ زره ښودلی و.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریې او عراق ته له اټکل ډېر (نژدې ۳۰ زره) بهرني جنیګالي تللي دي.

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، له اټکل ډېر بهرني جنګیالي سوریې او عراق ته د جګړې لپآره تللي دي.

''<link type="page"><caption> نیویارک ټایمز</caption><url href="http://www.nytimes.com/2015/09/27/world/middleeast/thousands-enter-syria-to-join-isis-despite-global-efforts.html?hp&action=click&pgtype=Homepage&module=first-column-region&region=top-news&WT.nav=top-news" platform="highweb"/></link>'' ورځپې د امریکا د استخباراتي ادارې له قوله ویلي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې سوریې او عراق ته نژدې ۳۰ زره بهرني جنګیالي ورغلي دي، چې ۲۵۰ پکې امریکايان دي.

راپور کاږي، دغه بهرني جنګیالي د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو دي.

په راپور کې راغلي، امریکايي چارواکو یو کال وړاندې عراق او سوریې ته له ۸۰ هېوادونو د ورغلو بهرنیو جنګیالیو شمېر شاوخوا ۱۵ زره ښودلی و.

راپور زیاتوي، ولسمشر بارک اوباما به د سې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې له ''اسلامي دولت'' سره د ټینګې مبارزې اعلان وکړي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د هغو یاغیانو پر پوځي روزنې شاوخهوا ۵۰۰ میلیون ډالر لګولي، چې سوریې ته یې په لومړۍ جوپه کې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د جنګېډو لپاره ۷۰ کسیزه روزل شوې ډله واستوله، خو ویل کېږي چې ډېری دغه روزل شوي یاغیان هلته وسله والو اسلامي ډلو ته تسلیم شوي.

روسیې هم په سوریه کې د پوځي اډې جوړولو ته ملا تړلې ده.