د ترکیې پر ساحل ۱۷ کډوال ډوب شوي

د عکس سرچینه، Reuters
۱۷ کډوال چې غوښتل یې له ترکیې یونان ته واوړي وروسته له هغې ډوب شول چې بېړۍ یې د ترکیې پر ساحل واوښته.
د ځايي رسنیو د راپورونو پر اساس په قربانیانو کې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم شامل دي او ټول د سوریې بلل شوي.
د بېړۍ ډوبېدو پر مهال دوی ټول د بېړۍ په یوه کابين (کوچنۍ خونه) کې ایسار پاتې وو.
د ترکیې د ډوګان خبري اژانس د راپور له مخې ۲۰ نور کډوال چې د ژوند ژغورنې واسکټونه یې په تن و ژوندي پاتې شول.
ګمان کېږي دغه بېړۍ د ترکیې د بودروم کلي نه روانه شوې وه.
همدغه ځای کې د روانې میاشتې په پیل کې کوچنی سوري کډوال الن کوردی هم مړ شوی و.
د الن د مړینې هغه انځور چې د ترکیې د بوډروم پر ساحل اخیستل شوی و په نړیوالو رسنیو کې ډېر خپور شو او هم یې د کډوالو د کړکېچ په اړه نړیواله غصه راوپاروله.
د کډوالو نړیوالې ادارې (ای او اېم) له مخې یوازې سږ کال تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره کډوال یونان ته رارسېدلي دي.
د کډوالو کړکېچ: مهمې نېټې
- جولای ۱۳: هنګري سربیا سره پر پوله ازغن تار تاو کړ.
- اګست ۲۵: جرمني وویل ټول سوریايي کډوال د پناه لپاره وړاندیز کولی شي پرته له دې که لومړی هر اروپايي هېواد ته رادننه شوي وي.
- سپتمبر ۲: د درې کلن سوري کډوال الن کردي د مړي انځورونه په نړیوالو رسنیو کې خپاره شول او د کډوالو په اړه یې د ډېرو نظر واړوه.
- سپتمبر ۱۲: نژدې ۴۵۰۰ کډوال هنګري ته واوښتل چې رېکارډ کچه شمېره وه.
- سپتمبر ۱۳: تګلاره کې بدلون – جرمني له اتریش سره پر خپله پوله نوي بندیزونه ولګول.
- سپتمبر ۱۵: هنګري پر هغو کډوالو چې هڅه کوي له پولې راواوړي کلک بندیزونه ولګول.
- سپتمبر ۱۸: زرګونه کډوال اتریش ته راغلل چې ډیری یې بیا جرمني ته واستول شول.








