کډوالو کړکېچ: اروپايي وزیران د یوه خوله کېدو هڅې کوي

د عکس سرچینه، AFP
اروپايي وزیران به یوه غونډه کې هڅه وکړي د هغو ۱۲۰۰۰ پناه غوښتونکو موضوع ته حل ومومي، چې نوي اروپا ته رسیدلي دي.
د مرکزي اروپا یوه ډله هېوادونه د اروپايي اتحادیې د ۲۲ غړو هېوادونو هغې غوښتنې سره مقاومت کوي، چې وايي یوه جبري ونډه باید ومنله شي.
هنګري چې پر دغې موضوع د مخالف مخکښ دی، وايي اروپايي پولې له ګواښ سره مخامخ دي.
د سلګونو زرو کډوالو راتګ د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو تر منځ ژور اختلافونه څرګند کړي دي.
برسلز کې به د کورنیو چارو وزیران په دغه غونډه کې د چهارشنبې ورځې له بيړنۍ سرمشریزې مخکې د یوه اتفاق رامنځته کولو هڅه وکړي.

د عکس سرچینه، AFPGetty
د دوشنبې په ورځ د هنګري، پولنډ، سلواکیا او چیک جمهوریت تر منځ خبرو کې ټولو له اجباري ونډې سره مخالفت وکړ.
خو د چیک جمهوریت بهرنیو چارو وزیر لیوبومیر زاورالیک ټینګار کوي، چې څلور سره هېوادونه په بشپړه توګه د یوه حل موندلو ته ژمن دي.
که مخالفتونه دوام وکړي، وزیران کولای شي د یوه خوله رایو پر ځای د رایو په اکثریت سره یو جوړ جاړی رامنځته کړي.
که دوی داسې وکړي، بیا د کورنیو چارو وزیران کولای شي د اجباري وندې یوه طرح د رایو اکثریت پر ځای په شرایطو د برابرۍ پر اساس تایید کړي.
که څه هم اکثر هېوادونه د اکثریت رایو پلوي دي، خو لا هم د یوه جوړجاړي موندلو لپاره پراخې هڅې کوي.
د کورنیو چارو پر وزیرانو فشارونه دي، چې د چهارشنبې په ورځ د مشرانو له غونډې مخکې د خبرو لپاره یو چوکاټ ومومي.
مشران یوازې کولای شي د اتفاق پر بنسټ پرېکړې وکړي او دوی غواړي د پولو خوندیتوب او د منځني ختیځ له هېوادونو سره نورو مرسته ته پام وکړي، چې له هغه ځایه د سوري کډوالو جوپې هلته رسیدلې دي.








