د ایران مذهبي مشر وايي سعودي چارواکي دې بښنه وغواړي

د عکس سرچینه، epa
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ای د منا وروستۍ پېښې ته – چې سلګونه حاجیان پکې مړه شول - په اشارې سره پخپلو خبرو کې ویلي، د عربستان له چارواکو یې غوښتي چې 'خپل مسؤولیت ومني او له اسلامي امت د قربانیانو له کورنیو بښنه وغواړي'.
خامنه اي د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۷مه/تله ۵مه) تهران کې وویل چې ''اسلامي نړي ډېرې پوښتنې لري او په دې پېښه کې له زرو د ډېرو کسانو مړه کېدل کوچنۍ خبره نه ده، له همدې کبله اسلامي نړۍ باید پر دې موضوع سوچ وکړي.''
آیت الله خامنه ای دا سمه نه ګڼي، چې ګني د دې پېښې مسؤولیت ددوی پر غاړه نه دی.
نوموړي وړاندې هم ویلي وو، چې ''ناسم مدیریت او ناسم ګامونه اخیستل'' ددې پېښې لامل دی، چې په وینا یې د اسلامي نړۍ اختر په غمیزې بدل شوی.
نوموړي په ایران کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی.
روحاني: د مِنا پېښه دې وڅېړله شي
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال په سعودي عربستان کې د تېرې پنجشنبې د ورځې د حاجیانو د ټېل ماټېل پېښې په اړه د یوې څېړنې غوښتنه وکړه او دغه پېښه یې زړه ماتوونکې وبلله:
''لازمه ګنم چې د هغې زړه ماتوونکې پېښې په هکله چې د سعودي په مینا کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایرانیانو په ګډون د زرګونو حاجیانو په منځ کې رامنځ ته شوه خپله خواشيني څرګنده کړم او د هغو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړم چې په دې پېښه کې وژل شوي دي. زه سږکال د حج د مراسمو پرمهال د نورو او د دې پېښې د رامنځ ته کېدولو د څرنګوالي په هکله د یوې څیړنې پر ترسره کولو ټینګار کوم.''

د عکس سرچینه، AP
له تېرې پنجشنبې راهیسې څو ځلې ایراني مشرانو په مینا کې د رامنځ ته شوې پېښې په هکله چې په ترڅ کې یې د ۱۳۴ ایراني حاجیانو په ګډون څه باندې ۷۶۰ حاجیان مړه شول خپله غوسه څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې د سعودي مشر مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله الشیخ ویلي په منا کې د شیطانانو د ویشتلو پرمهال د ټېل ماټېل رامنځته کېدل د انسانانو له کنتروله وتلی کار و او د سعودي حکومت پری پړ نه دی.
مفتي عبدالعزیز د کورنیو چارو وزیر او ولیعهد محمد بن نایف ته ویلي تقدیر بدلیدونکی نه دی او د حج د چارو د سمبالوونکي په توګه دی او د سعودی حکومت له پړې خلاص دي.
خو ایران او ځینو نورو هغو هېوادونو چې په دې پېښه کې یې وګړي وژل شوي پر سعودي عربستان نیوکه کوي چې د خوندیتابه چارو ته سمه پاملرنه نه وه کړې.
د ایران لوی څارنوال حجة الاسلام سعید ابراهیم رییسي د سعودي پر شاهي کورنۍ غږ وکړ چې محاکمې ته چمتو شي:

''د نړیوالو حقوقو له پلوه دا پېښه په بشپړه توګه د څیړنې وړ ده، څیړنه شونې ده او د السعود شاهي کورنۍ باید د دې پېښې په اړه پوښتنې ځواب کړي. دوی باید ځانونه پوه کړي چې موږ به د دې جنایت په خاطر چې له حاجیانو سره شوی په نړیوالو محکمو کې د سعودي د شاهي کورنۍ د غړو محاکمه وغواړو.''
د حج د مراسمو پرمهال دغسې پېښه چې څه باندې ۷۶۰ تنه حاجیان په کې مړه او ۹۳۶ نور ټپیان شول په تېرو ۲۵ کلونو کې څاری نه لري.
د سعودي عربستان پاچا سلمان د پېښې په هکله د یوې څېړنې د ترسره کولو امر کړی دی.
د منا پېښه کې وژل شوي:
- ایران: لږترلږه ۱۴۰ کسان
- مراکش: ۸۷ کسان
- کامرون: لږترلږه ۲۰ کسان
- نیجر: لږترلږه ۹ کسان
- هند: ۱۸
- مصر : ۳۷
- پاکستان: ۱۱
- چاډ: ۱۱
- سومالیا: ۸ کسان
- سنیګال: ۵ کسان
- الجزایر: ۴ کسان
- تنزانیا: ۴ کسان
- ترکیه: ۴ کسان
- اندونیزیا: ۳ کسان
- کینیا: ۳ کسان
- نایجریا: ۳ کسان
- هالنډ: ۱ کس
- بورورنډي: ۱ کس
- بورکینا فاسو: ۱ کس








