د اسد د ملاتړ په تړاو مسکو ته د واشنګټن خبرداری

د امریکا متحدو ایالتونو پر روسیې فشار راوړی، چې ولې د بشارالاسد په مشرۍ د سوري حکومت پوځي ملاتړ کوي.
امریکا خبرداری ورکړی، چې دا ملاتړ به د سوریې کورنۍ جګړه لا ډېره وغځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره په تیلېفوني خبرو کې اندېښنه ښودلې ده، چې سوریه کې د روسیې د پوځي ملاتړ موخه څه ده.
ښاغلي کېري خبرداری ورکړی، که چېرې روسیه د بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکړي، دا کار به په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې اور کلونو ته وغځوي.
امریکا مسکو په سوریه کې له پوځي اړخه د خپلو پښو پر ټینګولو تورنوي.
مسکو وايي، سوریې ته یې یوازې د ''اسلامي دولت'' ډلې د مخنیوي په موخه د سوري حکومت د همکارۍ لپاره پوځي تجهیزات استولي دي.
د سوریې څلور کلنې جګړې په درشل کې روسیه د اسد ټینګ ملاتړ کوي، خو هغه مهال یې له ملاتړه یوڅه لاس واخیست، چې ځینې سیمې د اسد د رژیم له واکه ووتلې.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا په تېرو لسو ورځو کې درېیم ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره تیلېفوني خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنېسټ وايي، د اسد نور ملاتړ به د سوریې کړکېچ لا ډېر کړي او شاید معکوسې پایلې ولري، ځکه چې اسد د هېواد د مشرتوب قانوني بڼه له لاسه ورکړې ده.









