اتریش کې یوې لارۍ کې ' ۲۰ تر ۵۰ ' کډوال مړه موندل شوي

لارۍ د چهارشنبې له ورځې راپدېخوا همدغلته وه خو د پنجشنبه په سهار وموندل شوه.

د عکس سرچینه، 4 news

د عکس تشریح، لارۍ د چهارشنبې له ورځې راپدېخوا همدغلته وه خو د پنجشنبه په سهار وموندل شوه.

اتریشي چارواکي وایي د دغه هېواد په ختیځ برګنلنډ ولایت کې په یوې لارۍ کې لږترلږه ۲۰ کډوال مړه موندل شوي. د مړو شمېر کېدی شي تر ۵۰ کسانو پورې وي.

ویل کېږي دغه لارۍ پر عمومي سړک د هنګري له پولې سره نژدې موندله شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA

اتریشي چارواکي وایي د لارۍ او د مړو له مخې اټکل کوي چې ۲۰ تر ۵۰ مړي به سر پر سر پراته وي. مړو ته په کتو دوی دا یو بېروونکی جنایت بولي.

په لسګونو زره کډوال په منځني ختیځ کې له ناکرارو او په جګړو ښکېلو هېوادونو، افریقا او افغانستان څخه پر لارو روان شوي او هڅه کوي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د عکس سرچینه، Reuters

لارۍ د چهارشنبې له ورځې راپدېخوا همدغلته وه خو د پنجشنبه په سهار وموندل شوه.

داسې ښکاري چې دغه کسان به پخوا مړه شوي وي ځکه چې ځینې یې خراب شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د اتریش د کورنیو چارو وزیر جوهان مکل لتنر په یوې خبري غونډې کې وویل دا یوه توره ورځ ده او دوی د قربانیانو د کورنیو په غم کې ځان شریک بولي.

هغه وویل دغه غمجنه پېښه بیا پر دې ټینګار کوي چې اروپايي ټولنه باید د کډوالو د ساتنې او له قاچاق وړونکو سره د مبارزې لپاره ګډه تګلاره غوره کړي.