"د کور څښتن بايد غير قانوني کډوال وباسي"

د عکس سرچینه،
د بريتانيا چارواکي وايي د کورونو څښتنان بايد هغه کډوال چې په غیر قانوني ډول بريتانيا کې ژوند کوي له کوره وباسي او نشي کولای هغوی ته کور په کرايه ورکړي.
د دې نوي پلان په ترڅ کې به د کورونو څښتنان کولای شي غير قانوني کډوال بې د محکمې له امر او کوم قانوني خنډ له کوره وباسي.
د بريتانيا حکومت وايي دغه اقدام يې په دې هېواد کې د غېر قانوني کډوالو د شمېر کنټرولو لپاره کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د بريتانيا وزير ويلي، د کورونو هغه څښتنان چې بې له کومې پلټنې غير قانوني کډوالو ته کور په کرايه ورکوي کېدای شي پنځه کاله بند محکوم او جريمه شي.
دی وايي د کور څښتن بايد د خپلو کرايه ورکوونکو اسناد وګوري.
د بريتانيا چارواکي وايي د دې نوي پلان له کبله به د هغو کسانو چې بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه يې رد شوې، مالي ملاتړ هم بند کړي.
اوس مهال په بريتانيا کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ غير قانوني کډوال چې له خپلو کورنيو سره اوسېږي هره اوونۍ شاوخوا ۵۰ ډالره مالي ملاتړ له حکومته ترلاسه کوي.
ويل کېږي اوس هم له اسيا او افريقا ډېری غېر قانوني کډوال د فرانسې له لارې بريتانيا ته ځي.
د دې نوي پلان له کبله به د کورنيو چارو وزارت د هغو کسانو په اړه چې بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه يې رد شوې د کور مالکانو ته خبر ورکوي.
د دې نوي قانون له کبله به د کور څښتن وکولای شي د کرايه ورکوونکي د اوسېدو قانوني حالت وګوري او له کوره وباسي.
هغه کور څښتنان چې له دې سرغړونه کوي کېدای شي تر پنځه کاله بند محکوم او يا جريمه شي.
د سويډن د عدالت او کډوالو چارو وزير د بريتانيا لومړي وزير پر هغه خبره چې بريتانيا کې پناه غوښتونکي يې "غير قانوني" بللي نيوکه کړې وه.
يکشنبې (۲ اګست) د بريتانيا د کډوالو چارو وزير جېمز بروکنشاير ويلي وو، "زه غواړم په دې اړه نوي قوانين جوړ کړم چې وکولای شم د هغو کسانو مرسته وکړم چې په رښتيا بريتانيا کې د اوسېدو وړ دي".
دغه پلانونه په داسې وخت کې راځي چې بريتانيا او فرانسه غواړي، کلې سيمه کې د کډوالو د ستونزو حل کولو لپاره کار وکړي.








