سوریه: د کډوالو شمېر له ۴۰ لکو اوښتی

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، له سوریې نه کډه شويو کډوالو شمېر له ۴۰ لکونو لوړ شوی دی.
ملګروملتونو ویلي، په دغو کسانو کې ډېری خلک اردن، لبنان او ترکیي ته کډه شوي دي، چې بیا یو شمېر یې عراق کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره دغه هېواد ته کډه شوي دي.
په سوریه کې له ۷۰ لکو نه ډېر کسان بې کوره شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، په تېرو ۲۵ کلونو کې دا د کډوالو تر ټولو لوی بحران دی او خبرداری یې ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به شمېر له دې هم لوړ شي.
خبري اژانس ایسوشیټډ پریس د رپوټ پر بنسټ د کډوالو لپاره د ملکرو ملتونو عالي کمشنر انتونیو ګیوټریس په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې جګړې دا تر ټولو لویه شمېره کډوال دي دوی نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. دوی په سختو حالاتو کې ژوند تېروي او او ورځ تر بلې د بیوزلۍ په دریاب کې ډوبېږي.
د کډوالو د شمېر د زیاتېدو پر ترکیې هم اغیزه کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د اداره وايي یوازې په جون میاشت کې له ۲۴ زرو ډېر کسان د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت نومي ډلې او کرد جنګیالیو ترمنځ نښتو له کبله ترکیې ته کډه شوي دي. شاوخوا ۱۸ لکه سوري کډوالو ته پناه ورکوونکی هېواد ترکیه په نړۍ کې کډوالو ته پناه ورکوونکي هېوادونو کې لوی هېواد دی چې ډېر شمېر کډوالوته یې پناه ور کړې او د دوی لګښت له خپلې خزانې ور کوي.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد حکومت خلاف پیل شویو مظاهرو راهیسې تر دې دمه په سوریه کې ۲ لکه او ۳۰ زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي. شاوخوا ۱۸ لکه سوري کډوالو ته پناه ورکوونکی هېواد ترکیه په نړۍ کې کډوالو ته پناه ورکوونکي هېوادونو کې لوی هېواد دی چې ډېر شمېر کډوالوته یې پناه ور کړې او د دوی لګښت له خپلې خزانې ور کوي.
په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد حکومت خلاف پیل شویو مظاهرو راهیسې تر دې دمه په سوریه کې ۲ لکه او ۳۰ زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي.








