اسلامي دولت ډلې سوریه کې د "۲۵ کسانو د وژلو ویډیو خپره" کړې

په یوه ویډیو کې چې په ظاهره د اسلامي دولت ډلې له خوا خپره شوې ۲۵ نارینه ښوول کېږي چې د سوریې په لرغوني ښار پلمیرا (تدمر) کې وژل شوي دي.
د اسلامي دولت ډله وايي دا پوځیان وو چې په وینا یې په حمص کې نیول شوي وو.
دغه کسان د تدمر ښار د یوه تیاتر پر سټیج وژل شوي دي.
په تصویرونو کې ښوول شوي چې د دغو کسانو وژونکي تنکي هلکان دي چې عمرونه یې د ۱۳ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.
دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو له هغو حسابونو نه خپره شوې چې د اسلامي دولت ډلې سره تړاو لري، خو دا روښانه نه ده چې ویډیو کله جوړه شوې ده.
په ویډیو کې ښوول شوې چې دغه ۲۵ کسان د سلګونو کسانو په مخکې د اسلامي دولت ډلې د بیرغ لاندې وژل کېږي.
په تصویرونو کې ښکاري چې دغه کسان له وژل کېدو دمخه وهل شوي هم وو.
د اسلامي دولت ډلې د تدمر لرغونی ښار د مې د میاشتې په وروستیو کې ونیو او څو ورځې وروسته یې په همدغه ښار کې شل کسان اعدام کړل.
هغه مهال په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو چې د شاوخوا سیمو خلک اړ ایستل شوي چې د دغو کسانو اعدامول وګوري.
د مې میاشت کې د سوریې یوه لوړ پوړي چارواکي مامون عبدالکریم ویلي وو په لرغوونو ځایونو کې د خلکو اعدامول دا معنا لري چې د اسلامي دولت ډله د انسانیت پر خلاف ده.
نوموړي دغه راز ویلي وو د تدمر له موزیم نه ډېر لرغوني توکي مخکې له هغه چې د اسلامي دولت ډله یې ونیسي دمشق ته لېږدول شوي دي.








