"اسلامي دولت ډلې پر اسرایلو توغندیز برید کړی"

د سینا ولایت په نامه ډلې چې د اسلامي دولت اورپکې ډلې سره تړلې ویلي دوی د مصر له سینا سیمې د اسرایلو پر خاوره درې توغندي توغولي دي.
دغې ډلې وویل برید یې د مصر له پوځ سره د اسرایلو د همکارۍ په غبرګون کې ترسره کړی دی.
اسرایلي چارواکي وايي دوه توغندي یې د خاورې په سوېلي برخه کې لګېدلي خو ځاني یا مالي زیان یې نه دی اړولی.
له چارشنبې ورځې راهیسې د سینا په شمال کې د جګړې له کبله لږترلږه ۱۷ مصري پوځیان او د اسلامي دولت ډلې ۱۰۰ اورپکي وژل شوي دي.
نښتې د شیخ زوید پر ښارګوټي د اسلامي دولت ډلې اورپکو له یوه ستر برید وروسته پیل شوې.
د خطر زنګ
د سینا ولایت په نامه ډلې د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه چې پر اسرایلو یې توغنديز برید کړی دی.
دغې ډلې وویل دوی "د فلسطین پر اشغال شوې خاورې" توغندي توغولي.
د اسرایلو پوځ وروسته وویل د دوی په خاوره کې دوه توغندي په تش میدان لګېدلي او مرګژوبله یې نه ده اړولې.
غزې سره پر پوله د اسرایلو په اشکول سیمه کې د خطر زنګونه هم اورېدل شوي دي.
د هاریتز ورځپاڼه د دغې سیمې د یوه چارواکي اشکول ګدي یارکاني له خولې لیکي: "زه پر پوځ باور لرم چې په سوېل کې به د خلکو خونديتوب لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي".
اسرایلیان پر حماس ډلې چې غزه کې واکمنه ده، تور لګوي چې د سینا ولایت په نامه ډلې سره همکاري کوي، خو فلسطینیان دغه ادعا ردوي.
"تر کنترول لاندې"
د چارشنبې پر سهار اورپکو د شیخ زوید په سیمه کې پر پوځي پوستو او د پولیسو پر یوې تاڼې لږترلږه پنځه بریدونه وکړل.
عیني شاهدان راپور ورکوي چې دوی په واټونو کې اورپکي ولیدل چې له وسله والو ځواکونو سره په نښته کې وو.
د مصر د پوځ یوه ویاند برید جنرال محمد سمیر وروسته حکومتي تلویزون ته وویل حالت "په بشپړ ډول تر کنترول لاندې دی".
په دغه ناارامه سیمه کې ځای پر ځای شويو اورپکو د ۲۰۱۳ کال جولای میاشت کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرصي له پرځېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړي دي.
له هغې راهیسې تر اوسه ۶۰۰ پولیس او وسله وال ځواکونه وژل شوي دي.








