جرمني کې د پناه وړونکو یو مرکز ترڅنګ نښتو حکومت اندېښمن کړ

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جرمنې صدر اعضمې آنګیلا میرکل هغه تاوتریخوالی په کلکه وغانده چې د پناه وړونکو یو مرکز ترڅنګ پېښ شو او د پولیسو په لسګونو افسران يې ژوبل کړل.
درسدن ته نژدې د هایدیناو په سیمه کې د پناه وړونکو نوي پرانیستل شوي مرکز کې د دوو شپو اعتراضونو وروسته هلته ټینګ امنیتي تدابیر ونیول شول.
کیڼ اړخو فعالینو د ښي اړخو اعتراض کونو پرخلاف په متقابلې مظاهرې پیل وکړ او نښتې رامنځ ته شوې.
جرمني چارواکي وايي کېدای شي د ۲۰۱۵ کال ترپایه ۸۰۰،۰۰۰ پناه وړونکي دغه هېواد ته ورشي.
د مېرمن میریکل ویاند وویل ''د کرکې وړ ده چې ښي اړخي افراطیون او نوي نازیان هڅه کوي خپل له کرکې ډک احمقانه پیغامونه د پناه وړونکو د یو پناه ځای شاوخوا خپاره کړي.''

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جرمني خبري مجلې ''ډیرشپیګل'' رپوټ وايي چې د جمعې ورځې دغه تاوتریخوالی له هغې مظاهرې نه وروسته رامنځ ته شو چې د همدې ورځې په ماښام شوې وه. د افراطي ښی اړخي ګوند، ''ان پي ډي''، سره تړلو کسانو د فېسبوک له لارې خلک مظاهرې ته رابللي وو.
دغې ډلې وروسته وویل چې په تاوتریخوالي کې يې لاس نه درلود.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د شنبې په سهار پولیس اړ شول چې د پناه وړونکو د مرکز شاوخوا کلابندۍ د ماتولو په خاطر د اعتراض کوونکو پرضد له اوښلن غاز او د مرچو پوډر څخه کار واخلي.
رپوټ وايي په سلګونو کسانو چې ځینو يې الکول څښلي و، پر پولیسو بوتلونه او ډبرې غورځولې، چې له امله ېې د پولیسو ۳۱ افسران ژوبل شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د شنبې په شپه هم بیا تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې د پولیسو دوه افسران پکې ژوبل شول.
د جرمنې د خبري رسنیو رپوټونه وايي د یکشنبې په ورځ د پناه وړونکو د مرکز شاوخوا د پولیسو د کنټرول یوه سیمه جوړه شوه چې ظاهراً يې ښه نتیجه ورکړې.
د یکشنبې په شپه د ښي اړخو او کیڼ اړخو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی ددغې امنیتي زون څخه بهر شوی و.
د جرمني د صد راعظمې مرستیال سیګمار ګابریل د دوشنبې په ورځ هایدیناو ته ورغی، ددغه ښار ښاروال يې له دې امله وستایه چې په زغرده يې د تاوتریخوالي غندنه کړې وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلي ګابریل غوښتل له پناه وړونکو سره هم خبرې وکړي او هغه ودانۍ چې پناه وړونکي پکې ژوند کوي وګوري.
د پناه وړونکو د پذیرايي دغه مرکز د ۶۰۰ کسانو لپاره د استوګنې ځای لري چې اوس پکې تقریباً ۳۰۰ کسه اوسېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ټامس دي مایزیر ژمنه کړې چې د هغو کسانو پرخلاف به چې د پناه وړونکو پرضد له تاوتریخوالي کار اخلي ''د قانون بشپړ ځواک'' وکاروي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








