امریکايي د دوو خبریالانو له وژلو وروسته ځان هم وژلی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې پولیس وايي، ویسټر لي فلانګن، چې د یوې ژوندۍ تلویزوني خپرونې پر مهال یې دوه خبریالان وژلي وو، پر ځان هم ډز کړی او وروسته په روغتون کې مړی شوی دی.
فلانګن د، ډبلیو ډي بي جی سیون، تلویزوني چینل پر دوو خبریالانو، مرکه کونکې الیسن پارکر او فلم اخیستونکي اډم وارډ هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی د یوې ځايي سوداګرې ویکي ګارډنر سره مرکه کوله.
په برید کې دغه ځايي سوداګره په سخت ډول ټپي شوې ده.
له برید څو ساعته وروسته، فلانګن هغه مهال خپل ځان هم په ډز وویشت چې په موټر کې له پولیسو په تېښته کې و.
نوموړی یو مهال د، ډبلیو ډي بي جی سیون، تلویزوني چینل کارکونکی و.

د عکس سرچینه، AP
ډبليو ډي بي جې سیون تلويزيون هم ویلي، چې خبرياله الېسن پارکر او ۲۷ کلن فلم اخيستونکی اډم وارډ د يوې ژوندۍ مرکې پر مهال د ويرجينيا په مونيټه کې په ډزو وژل شوي دي.
د ژوندۍ خپرونې پر مهال د ډزو غږونه او د خبريالې د چيغو اوازونه اورېدل شوي او بيا کامره پر ځمکه لوېدلې ده.
د ويرجنيا والي ټېري مکولېف له يوې ځايي راډيو سره په خبرو کې ويلي و، چې دغه کس د دې تلويزيون پخوانی کارکوونکی و.
ده ويلي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده، بلکې يو جنايتکاره عمل دی.

د دې تلويزيون چلوونکي جيفري مارکس د دغو دوو کسانو د وژلو خبر په تاييد سره ويلي، چې تر اوسه موږ ته نه ده معلومه چې د دې قتل تر شا څه علتونه وو.








