امريکا کې د ژوندۍ تلويزيوني خپرونې پر مهال دوه خبريالان وژل شوي

د عکس سرچینه، WDBJ7
د امريکا په ويرجينيا ايالت کې يوه وسله وال د ژوندۍ تلويزيوني خپروني پر مهال خبريال او فلم اخيستونکی وژلي دي.
ډبليو ډي بي جې ۷، تلويزيون منلې چې خبرياله الېسن پارکر او ۲۷ کلن فلم اخيستونکی اډم وارډ د يوې ژوندۍ مرکې پر مهال د ويرجينيا په مونيټه کې په ډزو وژل شوي دي.
د ژوندۍ خپرونې پر مهال د ډزو غږونه او د خبريالې د چيغو اوازونه اورېدل شوي او بيا کامره پر ځمکه لوېدلې ده.
پوليس وايي د پېښې او بريد کوونکي په اړه يې پلټنه پیل کړې ده.
د ويرجنيا والي ټېري مکولېف له يوې ځايي راډيو سره په خبرو کې ويلي داسې ښکاري دغه کس د دې تلويزيون پخوانی کارکوونکي وي.
ده ويلي دا د ترهګرۍ پېښه نه ده، بلکې يو جنايتکاره عمل دی.
پر تلويزيون خپره شوي ويډيو ښيي، کله چې ايليسن پارکر مرکه پيل کړه د ډزو اته غږونه واورېدل شول.
د تلويزيون په وينا د کومې ښځې سره يې چې مرکه کوله نه ده ژوبله شوې، وړاندې داسې خبرونه وو چې ټپي شوې ده.
د دې تلويزيون چلوونکي جيفري مارکس د دغو دوو کسانو د وژلو خبر په تاييد سره ويلي چې تر اوسه موږ ته نه ده معلومه چې د دې قتل تر شا څه علتونه وو.

د عکس سرچینه، WDBJ7








