چين کې ځمکې ښووېدو له امله ۴۰ کسان لادرکه دي

د چين په شمال لويديځ ولايت شانزي کې چارواکي وايي د ځمکې ښووېدو له امله شاوخوا ۴۰ کسان لادرکه شوي دي.
د ځمکې ښووېدو له امله د اوسېدو ۱۵ ودانۍ له خاورو لاندې شوي او يو شمېر نور کورونه او سيمه هم خاورو پوښلې ده.
ځايي ادارې وايي په سيمه کې د سخت باران له امله د ژغورنې هڅې ټکنۍ شوې دي.
چارواکو د ځايي ادارې پر يوه رسمي وېبپاڼه ليکلي د ځمکې ښوويدو له شاوخوا سيمو خلک وېستل شوي دي.
دوی وايي سيمې ته يې د خلکو د ژغورلو لپاره ماشينونه او ژغورونکي استولي دي.
ځايي رسنۍ وايي سيمې ته د ژوندي پاتې کسانو د څرک لګولو په موخه لسګونه سرتېري او کشفوونکي سپي استول شوي.
چين د پشکال موسم پر مهال د اقليمي افتونو دا ډول ډېرې تجربې لري.
د سوډيلور زورور توپان چې سخت باد او باران ورسره و په وروستيو ورځو کې د چين سويلي سيمې وځپلې.
تر دې وړاندې دغه توپان په تايوان کې پنځه کسه ووژل.








