اوباما د الشباب پر ضد د ایتوپیا جګړه وستایله

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ایتوپیا له اسلامپالو اورپکو ډلو سره په مبارزې کې وتلې ملګرې وبلله او ویې ویل ایتوپیايي ځواکونو په سومالیا کې له القاعدې سره د تړلې الشباب ډلې په کمزوري کولو کې کلیدی ونډه درلوده.
د دې ترڅنګ بارک اوباما ایتوپیا ته په خپل لومړي سفر کې د دغه هېواد چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د بشري حقونو او ښې حکومتوالۍ په برخې کې دې ښه والی راولي.
په هغې خبري غوندې کې چې ښاغلی اوباما پکې غږېده ویې ویل چې ده د ایتوپیا له لومړي وزیر هېلمریم دیسالین سره څرګندې خبرې کړي.

د عکس سرچینه،
د اوباما په وینا دغه هېواد به د دغو ګامونو له پورته کولو سره لا پیاوړی وي او د هرچا غږ به پکې اورېدل کېږي.
بل لور ته د ایتوپیا لومړي وزیر ډیموکراسۍ ته خپله ژمنتیا وښوده او ویې ویل د دوی ژمنه د زړه له تله ده.
له بلې خوا د آزادۍ ځینو ډلو پر ښاغلي اوباما نیوکه کړې چې د ده سفر به، د ایتوپیا اوسني حکومت ته چې د خبریالانو او انتقاد کوونکو په بندي کولو تورن دی اعتبار وروبخښي.
ښاغلی اوباما وروسته له دې چې دوه ورځې یې په کینیا کې تېرې کړې او د امنیت او سوداګرۍ د مسالو ترڅنګ پر بشري حقونو او اداري فساد هم وغږېد، ایتوپیا ته ولاړ.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی اوباما به لومړنی امریکايی ولسمشر وي چې د سه شنبه په ورځ به د ایتوپیا په پلازمېنې ادېس ابابا کې د افریقايي اتحاديې ۵۴ غړو هېوادونو ته وینا وکړي.
کینا کې د بارک اوباما د ډېر تود هرکلي په پرتله ایتوپیا ته تګ یې سوړ برېښېده.








