باراک اوباما خپل پلرني هېواد کینیا ته په ۲ ورځني سفر تللی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر باراک اوباما واک ته له رسیدو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې خپل پلرني هېواد کینیا ته د امریکا ولسمشر په توګه سفر کوي.
د امریکا د ولسمشر الوتکه د پلازمېنې نیروبي په هوايي ډګر کې له جي ایم ټي مهال سره سم د جمعې په ماښام څه باندې پنځه بجې کېناسته او د ولسمشر کینیاټا په ګډون یې یو شمېر کینیايي چارواکو او د پلارګنۍ خپلوانو هرکلی وکړ.
کینیا ته د ښاغلي اوباما د سفر په تړاو ډېر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او شاوخوا ۱۰ زره پولیس چارواکي او امنیتي مسوولین د امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.
په ورته مهال د امریکا پوځې الوتکې په هوا کې په څار او ګزمې بوختې دي.
دا چې د ښاغلي اوباما پلار کنیايي و، د کينیا رسنیو د نوموړي سفر 'کورته ستنیدل' بللي.
نوموړی له کینیا وروسته ایتوپيا ته سفر کوی. دا د یوه امریکايي ولسمشر لومړی سفر دی چې اتیوپيا او کینیا ته یې تر سره کوي.
تمه کېږي چې ښاغلی اوباما به د کینیا د اقتصادي پرمختګ او اسلامي سخت درېځې الشباب ډلې پر وړاندې د مبارزې په تړاو له کینیايي چارواکو سره خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، AFP




