يمن کې هوايي بريد ۳۰ کسان وژلي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف چې ځينې عربي هېوادونه يې غړي دي د يمن د ولسمشر ملاتړ کوي
د عکس تشریح، د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف چې ځينې عربي هېوادونه يې غړي دي د يمن د ولسمشر ملاتړ کوي

د حوثيانو ياغي ډله وايي د يمن شمال حجه ښار بازار کې د سعودي عربستان هوايي بريد کې ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

ځايي اوسيدونکو له رويټرز سره په خبرو کې دا پېښه منلې ده.

د حوثيانو خبري رسنۍ صبا ليکي چې د سعودي عربستان نجران ښار ته نژدې يې د دې هېواد پر يوه هوايي اډه توغندي توغولي دي.

بل خوا د عدن ښار په جنوبي برخو کې نښتې دوام لري.

ځايي سرچينې وايي يکشبنې (۵ جولای) ۱۴ کسان د سعودي د هوايي بريدونو او د حوثيانو د توغنديو له کبله وژل شوي دي.

يمن کې د حوثيانو او ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته وفادارو ډلو تر منځ جګړې روانې دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف چې ځينې عربي هېوادونه يې غړي دي د يمن د ولسمشر ملاتړ کوي.

د سعودي په مشرۍ ايتلاف له مارچ مياشتې راپه دېخوا پر حوثيانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پر وفادراو چې د حوثي ياغيانو ملاتړي دي، هوايي بريدونه کوي.

حوثي یاغيانو اوسنی ولسمشر عبد ربه منصور هادي په زور له واکه لرې کړ چې د یمن له پلازمېنې صنعا، سعودي ته وتښتېد.

ملګري ملتونه وايي د مارچ له مياشتې راپه دېخوا په روانو نښتو کې له ۳۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.