د یمن او عربستان پر پوله نښتې لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د سعودي په مشرۍ د حوثیانو ضد ایتلاف د شنبې په ورځ ویلي، په جازان او نجران سیمو کې هغه مهال څلور سعودیان او لسګونه یمنیان ووژل شول، چې حوثي یاغیانو او د مخکیني یمني ولسمشر ملاتړو او سعودي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه.
د سعودي د رسمي خبري آژانس په یوه خبر کې راغلي، نښته وروسته تر هغه پیل شوه، چې حوثي یاغیانو د سعودي پر سوېلي خاورې سکاډ توغندی وتوغاوه.
سعودي وايي، د دوی په برید کې د حوثیانو لسګونه برید کوونکي جنګیالي وژل شوي دي.
سرچینه وايي "اوس ښکاره شوه، چې برید د مخکیني یمني لیرې شوي ولسمشر علي عبدالله صالح د ځانګړو ځواکونو او د حوثي ملېشو له خوا شوی دی".
د حوثیانو ضد ایتلاف د تېر مارچ پر ۲۶مه د حوثیانو او د هغوی د ملاتړو پرضد بریدونه پیل کړل، چې په یمن کې د دوی د پرمختګ مخه ډب کړي.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم د حوثیانو او سعودي ترمنځ پر پوله په جګړه کې درنې وسلې هم کارول شوې دي، خو د تېرې جمعې ورځې نښته تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.
په تېر اپرېل کې، ایتلاف وویل، د نجران په شنوه کې د حوثیانو برید درې سعودي پوځيان او بیا په نښته کې "لسګونه" حوثیان وژل شوي.
دغه ایتلاف وايي، د جمعې ورځې د برید موخه د "پولې ماتول" وو، خو د ایتلاف له خوا یې په چورلکو او توغنديو مخه ونیول شوه.
پر همدې مهال، حوثیانو منلې ده، چې د سویس په ژنیوا کې به د سولې خبرو کې ګډون کوي.
دا خبرې د ملګرو ملتونو له خوا مخته وړل کېږي، چې د اټکل له مخې د روانې میاشتې پر ۱۴ مه به ترسره شي.
د یمن په روانه جګړه کې تر اوسه له دوو زرو ډېر کسان وژل شوي.
فرانس پرېس خبري آژانس د حوثیانو د خوځښت د سیاسي شورا د غړي ضیف الله الشامي له قوله ویلي "په ژنیوا کې مو له شرط پرته د سولې خبرو کې د ملګرو ملتونو له خوا د ګډون کولو غوښتنه ومنله".

د عکس سرچینه، Reuters
بل خوا، د یمن حکومت، چې له ریاض نه اداره کېږي، ویلي په دې خبرو کې دوی هم ګډون کوي.

د عکس سرچینه، AP








