مصر د سينا ولايت شپږ اورپکي اعدام کړل

د عکس سرچینه، ap
دولتي رسنۍ وايي مصر شپږ اورپکي چې پر پوځ د بريد په تړاو تورن وو اعدام کړل.
د ا شپږ کسان چې د سينا ولايت ډلې غړي وو، تور و چې تېر کال مارچ مياشت کې يې دوه افسران په ډزو وژلي وو.
وړاندې د مصر يوې محکمې دغه کسان په اعدام محکوم کړي وو.
د بشري حقونو ډلو د دغو کسانو د قيضې بيا څېړلو غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو د محکمې فيصله نيمګړې ده.
د بشري حقونو د څار ټولنه او د بښنې نړيوال سازمان وايي دا دری کسان د بريد پر مهال په بند کې وو، څرنګه يې کولای شوای په شرکس العربيه کې دا بريد ترسره کړي.
د بښنې نړيوال سازمان وايي د دې کسانو محاکمه په "زياته کچه ناعادلانه" وه، دا کسان په زور اعتراف ته مجبور شوي وو.
د سينا ولايت ډلې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه پرځېدو وروسته مصر کې په پوځي تاسيساتو ګڼ بريدونه کړي دي.
دا ډله په ځانمرګو بريدونو، وژنو او سرغوڅونو تورنه ده.
دغه ګروپ وړاندې د "انصار بيت المقدس" په نامه يادېده خو په ۲۰۱۴ کال کې يې خپل نوم د "سينا ولايت ډلې" ته بدل کړ.
دا اعدامولو د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د اعدام له پرېکړې وروسته راځي.
مصري کې يوې محکمې محمد مرسي او ۱۰۰ نورو پلوياتو ته له زندان د تېښې په قضيه کې د مرګ سزا واوروله. له دې اورونې لږ وروسته سينا کې وسله والو څلور کسان په ډزو ووژل چې دری يې قاضيان وو.
پر محمد مرسي بل تور د فلسطين حماس او لبنان حزب الله ډلو په ګډون له ځينو بهرنيو اړخونو سره د استخباراتو شريکول وو.








