د مصر سينا چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د مصر امنيتي ځواکونو په وينا سينا ټاپو کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
لومړۍ چاودنه د ال عريش سيمه کې د پوليسو ماموريت ته نژدې شوې چې پنځه کسان په کې مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
يو بل بريد د شيخ زويد سيمه کې د پوځ پر يوه زغره وال موټر ترسره شوي چې اووه پوځيان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس په وينا پر ټولنيزو رسنيو د سينا ولايت وسله والې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.
د دې ډلې پر ټوېټر پاڼه ليکل شوي "يو زغره وال موټر چې د پوځ مرتدان يې لېږدول له منځه تللی او ټول شته کسان په کې ټپيان او وژل شوي"
د عريش سيمې اوسېدونکي وايي يو موټر د پوليسو ځای ته نژدې وچاوده چې يو ولسي وګړی، دری عسکر او د پوليسو يو افسر په کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، bbc
د چاودنې له کبله د پوليسو ماموريت درۍ پوړيزه ودانۍ ویجاړه شوې او امنيتي ځواکونه د نورو مرګ ژوبلو په لټه کې دي.
د سينا ولايت ګروپ له اسلامي دولت ډلې سره بيعت اعلان کړی او ويل کېږي په سيمه کې د دې ډول بريدونو تر شا لاس لري.
دا ډله وايي د پوليسو له خوا د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي پر پلويانو د بريد غچ اخلي.
ويل کېږي د وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره حکومت سيمې ته پوځيان استولي دي.








