حسني مبارک د فساد قضیه کې په ۳ کلونو بند محکوم شو

د عکس سرچینه، b
په مصر کې محکمې پخوانی ولسمشر حسني مبارک او د هغه دوه زامن د فساد په یوه قضیه کې د بیا محاکمې پرمهال په درو – درو کلونو بند محکوم کړي دي.
پر مبارک او د هغه پر دوو زامنو د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره له ۱۲۵ میلیون مصري پاونډو د ډېرو ( چې ۱۶،۳۸ میلیون ډالر کېږي) ځانګړي کولو تور دی، چې دا پیسې د دوی جیبونو ته تللې دي.
په لومړۍ محاکمه کې، محکمې پر مبارک د درو کلونو بند پرېکړه وکړه، خو د هغه زامن علاء او جمال یې په څلورو کلونو سخت بند محکوم کړل.
دا محاکمه وروسته تر هغه بیا ترسره شوه، چې په تېره جنورۍ کې یې د لغوه کېدو اعلان شوی و.
په نوې محاکمه کې درې واړه تورن ۱۲۵ میلیون مصري پاونډه جریمه هم شول، چې ۲۱ میلیون مصري پاونډه (چې ۲،۷۵ میلیون ډالر کېږي) باید د دولت خزانې ته ستانه کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ، ۸۷ کلن مبارک د محکمې انګړ ته د مبارک د ننوتلو پرمهال له ودانۍ بهر د هغه ملاتړي راغونډ شوي وو.

د عکس سرچینه، AP
تر اوسه څرګنده نه ده، چې آیا په زندان کې د مبارک تېره شوې موده به د هغه د ۳ کلن زندان برخه وي او که نه؟
ښاغلی مبارک دا مهال د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې بستر دی.
مبارک په ۲۰۱۱ کال په مصر کې له پراخو لاریونونو او له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته له واکه لیرې شو.








