د مصر پخوانی ولسمشر حسن مبارک او زامن یې محاکمه کیږي

د عکس سرچینه، gb
- Author, ژباړه:
- دنده, ابراهیم امیري
د مصري چارواکو په وینا د مصر پخوانی ولسمشر حسن مبارک او دوه زامن به یې د اګیست د میاشتې په دریمه نیټه محاکمه شي.
حسن مبارک او زامن به یې هر یو جمال او علا دقاهرې په شمال کې د جرمونو په یوې محکمې محاکمه شي. پر دوی تور دې چې د ولسمشر حسن مبارک پرضد یې د پاڅون پرمهال په قصدي توګه مطاهره کوونکي وژلي دي.
دغه راز پر حسن مبارک او زامنو یې د اداري فساد، ځمکو او پر اسراییلو د ګازو د پلورولو له امله ګڼ تورونه لګول شوي دي. د لومړني تور د ثابتیدو په صورت کې احتمالي جزا د مرګ ده.
مخکې تر دې داسې شکونه څرګند شوي وو چې آیا حسن مبارک د روغتیا له پلوه محاکمه کولو ته چمتو دی او کنه؟
څو ورځې وړاندې روغتیايي کارپوهانو وویل حسن مبارک ناروغ دی او سفر نه شي کولای. ډاکټران وايي حسن مبارک د زړه ناروغي لري او کمزوری دی.




